هغه څوک بخیل دی چې زما نوم واوري خو درود ونه وایي

عبدالله عزام

فکر وکړه که ته نن پلار یې نو ته چا د جنت دروازه ښودلی یې؟ که مور یې نو جنت ستا تر قدمونو لاندې چا ښودلی دی؟ که خاوند یې نو ستا پر وړاندې د مېرمني د سجدې کولو خواهش چا کړی دی؟ که ته نیکه مېرمن یې نو ته د دنیا غوره دولت چا بللی یې؟ ته د چا له امله د اسلام نوم اخیستونکی شوې؟ تاته د الله تعالی د عبادت طریقه چا وښودل؟

غرض داچې نن چې ته هر څه یې، دا د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم د نبي په برکت سره یې، چا چې ټول ژوند په دنیا او آخرت کې د خپل امت د کامیابۍ لپاره پروردګار ته ژړل او د قیامت په ورځ به هم په همدې فکر کې ډوب وي چې زما امتي چیري دوزخ ته وانه چول شي.

آیا پر هغه نبی الرحمت صلی الله علیه وسلم باندې د درود ویلو لپاره د شپې یا ورځي په کومه حصه کې تا ځانګړی وخت ټاکلی دی؟ آیا د الله تعالی د دې محبوب نوم چې کله هم راشي نو ستا له خولې څخه بې اختیاره درود او سلام وزي؟ که همداسي وي نو د الله تعالی شکر اداء کړه او که نه یې نو د بې وفا خلګو له فهرست څخه ځان وباسه او د مدینې پر جانان باندې درود شریف لوستل پیل کړه، نه صرف له دې امله چې ستاسره د هغه احسانات دریاد کړه بلکي د خپلو نیکو اعمالو تله دي درنه کړه.

درود او سلام دي وي پر هغه آخري نبي باندې، پر چا باندې د درود لوستلو امر چې الله تعالی په خپل آخري کتاب کې وکړ. ای د الله تعالی محبوبه صلی الله علیه وسلم ! د باران له څاڅکو او د ریګ له ذراتو څخه زیات درود او سلام دي پر تا باندې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close