په کابل کې د شیدو د پروسس د یوې لویې فابریکې د جوړیدو چارې پیل شوې

عزم(سه شنبه، لړم۷ ،۱۳۹۸)د کرنې او اوبولګولو وزارت وایي، د پلازمینې کابل د ریشخور په سیمه کې یې د ۳،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د شیدو د یوې لویې فابریکې د رغولو چارې پیل کړې.

د کرنې وزیر نصیر احمد دراني د دغې فابریکې د بنسټ ایښودنې په مراسمو کې وویل، دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۸۰ زره لیتره شیدې پروسس کوي او پر دې سربیره به د مستو، تروو، پنیر، کوچ، چکه او قیماق په ګډون اووه ډوله لبني مواد چمتو کوي.

وزیر وویل، دغې فابریکې ته د سامان آلاتو د اخیستو، د ځانګړو خونو جوړولو او نورو امکاناتو د برابرولو لګښتونه د زراعت د نړیوالې انکشافي ادارې( IFAD) لخوا ورکول کیږي چې د تطبیق چارې یې د خوراک نړیوال سازمان (FAO) پر غاړه لري.

دراني زیاته کړه، د دې فابریکې فعالیت به د لبني موادو پر وارداتو خورا اثر وکړي او اټکل کیږي چې په فعالیت سره به یې وارداتي لبنیات په ورځنۍ توګه ۸۰ مټریک ټنه کمبود وکړي.
وزیر دغه راز وویل، چې د دغې فابریکې په فعالیت سره به ۸ زرو مالدارو کورنیو او ۱۵۰ کسانو ته په دائمي توګه د کار زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د وزارت تازه شمیرې ښیي چې په اوسط ډول په کلنۍ توګه ۱۳۹ زر مټریک ټنه د غوایي غوښه، یو میلیون او ۹۵۲ زره او ۱۹۵ ټنه شیدې په کوردننه تولید او مصرفیږي.
د وزارت د شمیرو له مخې، افغانستان هرکال د غوایي د پوستکي له صادراتو ۸.۵۶میلیون ډالره او د کورتو له صادراتو څخه ۲۱۸زره او ۹۵ ډالر عاید ترلاسه کوي.

وزارت وایي، د دوی شمیرې ښیي چې اوسمهال په هیواد کې ۳۳۵۱۶۰ تنه هیوادوال په مالدارۍ مصروف دي چې په پالنه کې یې ۵۱ سلنه ونډه میرمنې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: