د کرېکټ بورډ سپیناوی؛ له منیراحمد کاکړ، افسر ځاځی او کریم جنت غوره لوبغاړي دي

عزم (سه‌شنبه، ۰۷ لړم، ۱۳۹۸ل): تېره اوونۍ د کرېکټ بورډ ادارې د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ ته لوبډلې اعلان کړې، چې ورسره د ځینو خلکو غبرګونونه یې هم راوپارول.
په ټولنیزو رسنیو کې زیاتو نیوکه کوونکو ویل، چې منیر احمد کاکړ، نجات مسعود او نورعلي ځدراڼ په لوبډله کې نه اخیستل کېږي، خو اصغر افغان، کریم جنت او افسر ځاځي ته ځای ورکول کېږي، چې زیاتره لوبغاړي د وړتیا پر ځای په واسطو او اړیکو ټاکل کېږي.

له کرېکټ بورډ څخه په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي او د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز په یاده موضوع خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې ټول غوره شوي لوبغاړي د وړتیا له مخې ټاکل شوي او اړیکو ته هېڅ ځای نه دی ورکړل شوی.

د ویسټ انډیز پر وړاندې سیالیو لپاره ټول غوره شوي لوبغاړي د دوی تکړښت یا فټنس، اوسنۍ کارکردګۍ او تخنیکي اړخونو ته په پام سره غوره شوي دي.

ځینې داسې لوبغاړي چې ګیله کوي، چې ګني ولې دوی نه دي ټاکل شوي او یا ځینې لوبغاړي ولې ټاکل شوي؛ د دوی غوره کړنو او پرمختګونو ته په پام سره هر څه شوي.

خو ځینې باوري سرچینې وايي، چې د یو ـ یو ازموینې څخه ډېر لوبغاړي پټ شوي وو او ویل یې چې یاده ازموینه به په هندوستان کې ورکړي، چې اصغر افغان، کریم جنت او محمد نبي نومونه هم په دغو لوبغاړو کې وو، چې له یادې ازموینې پټ شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې، منیر احمد کاکړ ښه لوبغاړی دی، خو د نه غوره کېدو لامل یې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو کېچ غورځول ښودل شوي دي، په داسې حال کې چې د نړۍ د تکړه ویکټ ساتونکو او لوبغاړو څخه لسګونه کېچونه غورځېدلي، خو لوبډلو یې شړلي نه دي او بیا یې هم موکه ورکړې ده.

«نوموړی د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ د وروستیو لوبو لپاره غوره شو، چې افغانستان پنځه یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې په ترڅ کې یې رحمن الله ګربز درې لوبې او منیر کاکړ دوه لوبې وکړې چې منیر په یوه لوبه کې د یو مهم لوبغاړي کیچ ډراپ کړ اوخپله  لوبډله یې د هغه یو کېچ له کبله له ماتې سره مخامخ کړه، د کرېکټ په لوبه کې چې یو ویکټ ساتونکی د مخالفې لوبډلې د مهم لوبغاړي کیچ ډراپ کړي نو د ویکټ ساتونکي لپاره یوه ستره کمزورې نقطه ده.»

د نورعلي ځدراڼ په اړه ویل شوي، چې تکړښت یې ښه نه دی، خو په تېره شپږیزه لیګ کې ښه وځلېد او ښې لوبې یې وکړې. حشمت شهیدي په اړه ویل شوي، چې شارټ توپونه نه شي لوبولی، د نجات مسعود په اړه ویل شوي، چې دی باید څو کاله کورنی کرېکټ وکړي او بیا به ملي لوبډلې ته لاره پیداکوي.
کرېکټ بورډ داسې مهال دغه سپیناوی ورکوي، چې راتلونکې میاشت افغانستان د ویسټ انډیز پر وړاندې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او یوه پنځه ورځنۍ سیالي لري او ویسټ انډیز له افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې په ټولو برخو کې مخکې دي او پیاوړي توپ اچوونکي او توپ وهونکي لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close