دمینې پیر

 

غزل: ثناءالله معصوم

یو چا ته چې تسلیم یمه سړی دی لکه ته
یو چاته چې مات شوی یم غمی دی لکه ته

له هر رنګه تعبیر نه یې چې جمع کړم ښکلا شي
دې چم کې یو خومار غوندې زلمی دی لکه ته

یو څوک دی چې په زړه مې داسې وړانګې وړانګې اوري
یو څوک مې په زړګي کې بل زړګی دی لکه ته

له خیاله مې ژوندی شو یو انځور د خوږې مینې
ډیر خوږ دی، مینه ناک دی، غرڅنی دی لکه ته

ساتلی مې دوعاو دی راټول پرې رقیبان دي
ښایسته د اغزو منځ یو بابری دی لکه ته

لرم د مینې پیر مې دزړګي په خانقا کې
معصوم ته یو څوک داسې ګلالی دی لکه ته

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close