سږ کال پر برېتانیا تر شپږ سوه زیات سایبري بریدونه شوي

زیاتره بریدونه ”د بهرنیو دښمنو هېوادونو“ لخوا شوي وو او اهداف یې تر ډېره دولتي ادارې وې.

د برېتانیا د سایبري امنیت ملي مرکز ویلي چې پر خپل هېواد باندې یې سږ کال ۶۵۸ سایبري بریدونه دفع کړي دي.

د سکای نیوز د خبر له مخې، د سایبري امنیت مرکز سږ کال پر څه باندې ۹۰۰ بنسټونو باندې ۶۵۸ سایبري بریدونو دفع کړي دي. د مرکز د مشر په وینا، زیاتره بریدونه ”د بهرنیو دښمنو هېوادونو“ لخوا شوي وو او اهداف یې تر ډېره دولتي ادارې وې.

د یاد مرکز مشر، سیاران مارټین، ویلي د روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا لخوا سایبري بریدونه ”د برېتانیا ملي امینت ته سټراټيژیک ګواښونه“ جوړوي.

څو ورځې وړاندې د برېتانیا د سایبري امنیت مرکز د امریکا د ملي امنیت ادارې سره په ګډه په یوه راپور کې د ټورلا په نوم د روسي هېکرانو ډله پر ګڼ شمېر هېوادونو باندې د سایبر بریدونو په کولو تورنه کړې وه.

په راپور کې ویل شوي و چې ټورلا لومړی د ایراني هېکرانو ډله هېک کړې او وروسته یې د هغوی له امکاناتو او لاسرسي په ګټه اخیستنې سره نور بریدونه کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close