له عزم ویبپاڼې سره د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند”سیدنورالله جلیلی”ځانګړې مرکه

 

عزم(سه شنبه، ۳۰ تله ۱۳۹۸): د ولسمشریزو ټاکنو او د ټاکنو کمیسیون د خپلواکي او نورو موضوعاتو په اړه د همدغو ټاکنو له یو تن نوماند ډاکټر سید نورالله جلیلي سره د عزم ځانګړې ادارې مرکه کړې چې ستاسو پام ورته را اړوو.

عزم: ښه راغلاست, د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ څه فکر کوئ د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل به د سولې د رامنځته کیدو پیلامه جوړه شي او که فرضاً د سولې د رامنځته کیدو شرط له واکه د نوي ولسمشر ګوښه کیدل وه، آیا د مخکښو نوماندانو له ډلې به کوم یو دې شرط ته تیار شي؟

جلیلي: مننه، تر کومه ځایه چه زه د خپل ځان لخوا د یوه نوماند په حیث ویلی شم هغه دادي چې هو که چیرې زه واک ته ورسیږم نو په داسې کارونو به لاس پورې کړم چه هغه به د یوه آزاد، سوله ییز او پرمختللي افغانستان پیلامه وګرځي.
زه به داسې شرایط رامینځ ته کړم چه نړیواله ټولنه به هم په آبرومندانه ډول له افغانستانه ولاړه شي او افغانان به هم په خپلو کې سره پر یو ټغر کښیني او د خپلو ملي او اسلامي دودونو له مخې به خپل مینځي شخړې حل کړي.
د افغانستان اسلامي او ملي ارزښتونه به یوځل بیا راژوندي او ټولو افغانانو ته به د خپل هیواد د جوړولو احساس پیدا شي.
که خدای می غاړه بنده نه کړي د هغه شناخت په اندازه چې زه یی ددې نورو دیارلس نوماندانو څخه لرم، دا یو هم د سولې لیواله نه دي او نه هم په سوله کې خپلې ګټې وینی، اکثراً دا نوماندان خو یا دا چې عملاً او مشخصاً د خارجي مداخلې عاملین پاتې شوي او یا هم د ولس سره په داسې دښمنیو تورن دي چه سوله ددوی د ذاتي ګټو سره په ټکر کې ده او د سولې راتګ د دوی د تباهۍ سبب ګرځي نو ځکه د دوی څخه البته زما په فکر د یو سوله ییز حرکت انتظار ډیر لرې دی او خصوصأ کله چې بیا خبره د واک څخه د ګوښه کیدو شي د تش په نامه واک سره د دوی لیونۍ مینه او د هغه په خاطر د دومره ذلت قبلول دا موږ ته را په ګوته کوي چې په هیڅ قیمت به هم، دوی د واک څخه ګوښه کیدو ته تیار نه شي.

عزم: ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاینونو پر مهال له تاسو د خلکو عمده غوښتنې څه وې او که دا هم واضحه کړئ چې ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون عمده لامل څه بولی؟

جلیلي: اول خو باید واضحه کړم چه زما په ټول ژوند کې دا لومړی ځل دی چه زه سیاست ته راځم او بیا مې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ هم دا لمړی ځل دی. ترکومه چې زه د ولس د مختلفو ګروپونو د خلکو سره و غږیدم او د بیلابیلو ولایتونو او د بیلابیلو قومونو خبرې مې واوریدې نو په دې پوه شوم چې د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه غوښتنه اول سوله او بیا امنیت دی.
څومره خلک چې ما ولیدل د دوی له مینځه څخه ډیرو لږو خلکو د کار او یا د ژوندانه د نورو مادي غوښتنو تقاضا کوله او د اکثرو غوښتنه لومړی سوله او دوهم امنیت وو.
البته که د لیدل شویو خلکو د دغه دوه عمده غوښتنو څخه راتیر شوو نو وروسته بیا ددوی عمده او لویه غوښتنه عدالت وو چه د خلکو ژوند یی ډیر تریخ کړی، ضمنآ د یوه سالم کاروبار او اجتماعي نظم غوښتنې یی هم درلودلې.
راغلو د خلکو د کم رنګه ګډون په هلکه نو باید ووایم چه اکثراً خلکو د طالبانو د حملو له ویرې په انتخاباتو کې برخه وانه خیستله، یو خو ددې حکومت پروپاګند او هوایي تبصرې دي او یو حقیقت، حقیقت دا دی چې خلک حتیٰ د حکومت د کنترول لاندې سیمو کې هم د اسلامي امارت تر پراخ تاثیر لاندې دي او په ډیرو مواردو کې خلک له طالبانو څخه ډاریږي. نو همدا عمده او مهم علت وو چې خلکو د انتخاباتو په ورځ ترجیح ورکړه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او په انتخاباتو کې ګډون ونکړي.

غږیز ډول یې دلته اوریدلی شئ.

عزم: آیا انتخاباتي کمیسیونونه خپلواک دي که ځواب “هو” وي نو ولې ورته د بهرنیو سفارتونو استازي هرمهال مشورې ورکوي او که “نه”، نو بیا د یوه غیرخپلواک کمیسیون په مټ شمیرل شوې رایې به څومره قانوني ارزښت ولري؟

جلیلي: که سره رښتیا ووایو نو مخکې له انتخاباتو زما نظر ددې کمیسیونونو په تړاو ښه وو او فکر مې کاوو چې دا کمیسیونونه خپلواک دي، فکر مې کاوه چې ښه خو دوی هم زموږ ټولو افغانانو په شان د افغانستان په دغه ماته او طوفاني کښتۍ کې راسره سپاره دي او زموږ په شان د مختلفو تهدیداتو سره مخ دي او فکر مې کولو چې دوی به د خپل قانوني مسئولیت په اندازه د خپلو قانوني صلاحیتونو څخه هم ګټه واخلي او د چا پورې به ونه تړل شي.
خو متاُسفانه ددې وروستیو کړنو څخه ماته داسې ښکاري چه دا کمیسیونونه مستقل نه دي او هومره تمه چه ما ورڅخه لرله هومره هم نه دي.
تاسې وګورئ د سفیر د کمیسیون د کار سره څه تړاو دی چه سفیران ډلې ډلې کمیسیون ته ځي او هلته بیا د کمیسیون د رئیس نه رانیولې ټول ورته میشتکیان میشتکیان کیږی.
دا خو زموږ د ټولو افغانانو حیثیت او وقار تر سوال لاندې راولي او یا هم همداسې وګورئ کله چه د فساد نښې نښانې ددغه کمیسیونونو د هرکونج او کنار نه په راولاړیدو دي دا ټول دا ثابتوي چې دا کمیسیونونه لازم استقلالیت او یو مسوُل مدیریت نه لري.
ترکومه ځایه چې د قانوني ارزښت خبره ده نو د قانون مور له اولې ورځې په دې نظام کی مړه ده.
دا نظام په ټوله کې د مشروعیت او قانونیت له پلوه د سوال لاندې دی او دا ټولې خبرې دوه نتیجې موږ ته رارسولی شي چې یا خو دا چې په دې نظام کې راټول شوي ټول کسان د شر او فساد سره ککړ او ورته معتاده دي او یا خو دا چې بین المللي ټولنه او په خاصه توګه امریکا په لوی لاس غواړي همیشه یو ضعیفه، ناتوان او د قانونیت او مشروعیت په مرض اخته نظام دلته حاکم و ساتي.
په هرحال د افغانستان د خلکو لپاره کیدای شي ووایو چې دا به یوه غمیزه وي، ولې د نوماندانو لپاره ددې کمیسیون د اعلان منل هغه د زهرو ګوټ دی چې په خپله یې د هغه د منلو معاهده امضأ کړي او د هغې له مخې اړ دي چې نتیجه ومني.

عزم: ویل کیږي، ستاسو«نوماندانو» له ډلې عبدالله مخکښ نوماند دی، آیا کامیابي به یې دولت جوړونکی ټیم ومني او داچې په مشرتابه کې یې هیواد له امنیتي او اقتصادي ننګونو خلاصیدای شي؟

جلیلي: اول خو داچه نوماندانو ته د یوې ډلي خطاب کول سم نه بولم ځکه ټول هغه کسان چه د ولسمشري د څوکۍ د ګټلو هیله لري سره هم فکره او هم سنګره نه دي، که وای نو خو بیا به یی سره سیالي نه کوله. دا مي ځکه وویل چې ددي کسانو په ډله کې د یادیدو له امله خفه کیږم او بیا مخصوصاً چې څوک راته ووایی چه ستاسو له ډلي؛ ځکه ډیر مایوسه شم چه بغیر له کوم توپیر د دوی همډلی وګڼل شم او غواړم واضحأ ووایم چه زه د ولسمشرۍ یو مستقل نوماند یم او د هیڅ ډلې پورې اړه نلرم.

په هرحال، زه تر اوسه هم نشم کولای ځان ته دا حق ورکړم چې ووایم کوم نوماند مخکښ دی ځکه دا زموږ د امضاُ شویو تعهداتو یوه پاڼه وه چه موږ ټولو نوماندانو په کې منلې وه چې د نتیجې د اعلان حق به د همدې کمیسیون وي.
خو بالفرض که ډاکټر عبدالله ګټونکی اعلان شي زه تاسې ته د خپل فکر او پوهې په اندازه اطمینان درکوم چې د هغه انتخاب به نه یواځی د نورو ټیمونو لخوا وګواښل شي بلکه دا کار به د یو بل بحران او کړکیچ پیل وي هغه کړکیچ چه لابه دا حکومت کمزوری او د جنګ او ګډوډی لامل به شي.
د جنګ د یوه پخواني لوبغاړي او مزمن عامل په توګه ډاکتر عبدالله او د هغه ډله هیڅکله نشي کولای چې افغانستان له اوسنیو ننګونو او امنیتي اقتصادي مشکلاتو څخه خلاص کړي. زه په شخصي ډول هم د ډاکتر عبدالله په و جود کې دومره قاطعیت او ظرفیت نه وینم چې هغه دې وکولای شي دا وضعیت سم کړي او په کار نه ده چې ډاکتر عبدالله یوځل بیا وازمایو ځکه هغه په تیرو پنځو کلونو کې ازمایل شوی دی او ټول پوهیږو چې په هیڅ صورت نه شي کولای موجوده پیچلی وضعیت بدل کړي.

عزم: په دې وروستیو کې په هوایي بریدونو او شپنیزو چاپو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله خورا لوړې کچې ته رسیدلې، لامل یې څه بولئ؛ په دې برخه کې د حکومت چوپتیا څنګه ارزوئ او آیا نوی حکومت به یې مخه ونیسي؟

جلیلي: د هوایی بریدونو او شپنیزو چاپو د لوړوالي مهم علت د اسلامي امارت سره د بین المللي ټولنې او په خاصه توګه د امریکا د سولې خبرې دي چې ډیرې زیاتې مخې ته ولاړې خو اوس په ټپه ولاړې دي، امریکا غواړي ددې مذاکراتو د شروع د مخه په اسلامي امارت په نظامي لحاظ فشار زیات کړي او هغوی په یو ډول د سولې خبروته محتاجه کړي ترڅو په دې ډول وکولای شي په راروانو مذاکراتو کې بر لاس خپل کړي.
په هرحال زه د ځان لخوا دغه ډول بریدونه او پیښې په کلکه غندم حتیٰ که د اسلامي امارت له آدرسه هم وي. او خصوصآ زما هیله او غوښتنه د اسلامي امارت څخه داده چې د خارجیانو ورته استراتیژی دې نه غوره کوي او هیڅکله دې هم د سیاسي غوښتنو په خاطر ملکي اهداف نه په نښه کوي. حقیقي بری د الله ج په نصرت کې دی، نه په نظامي برلاسي کې او هغه هم د بې ګناه خلکو د تحدید له لارې.
د حکومت د چوپتیا په هکله تاسی خبره وکړه زه فکر کوم چه حکومت نه یواځی چوپ نه دی، بلکه دې عملیاتو او وحشت ته چک چکې وهي او د هغه څخه د خپلو نظامي لاس ته راوړنو په توګه یادونه کوي. غواړم د حکومت دغه ډول دریز په کلکو ټکو وغندم او وایم چې دا د خپل ولس سره یوه اعلان شوې جګړه او دښمني ده او هیڅ ډول نتیجه به ونه لري.

عزم: د روان وضعیت په هکله مو د ښکیلو خواوو ملاتړوځوانانو، عامو ولسونو او دولتي مشرانو ته توصیه څه ده چې باید د یوې ریښتینې سولې د راتګ لپاره کومې کړنلارې غوره کړي؟

جلیلي: اوله توصیه مې د حکومت او اسلامي امارت مشرانو ته ده او هغه دا ده چه د یوې لحظې لپاره فکر وکړئ چې ټول خارجیان ولاړل او دا هیواد تاسې ته درپاتې شو، راځئ وګورئ چې د څه ډول یو هیواد مشري درپاتې شوه.
هغه هیواد چه ټوله خاوره یی په هدیرو ډکه ده، هغه هیواد چه نیم ولس یی یتیمان او کونډې رنډې دي، هغه هیواد چې ټول اساسي او اقتصادي تاسیسات او بنسټونه یی له مینځه ولاړ دي، هغه هیواد چې په مختلفو اجتماعي مذهبي او نورو مزمنو امراضو مبتلا دی.
نو راځئ په یوه لوړ فکر د یوه آزاده آباد او مسلمان هیواد د جوړولو لپاره سره فکرونه او سوچونه یو کړو، د خپلو شخصي او سلیقوي غوښتنو څخه سره تیر شو، خپل قضاوتونه د یو وطني ټغر او پولې له سره ، سره وکړو نه د پردیو د ټانګونو او موټرو له پستو چوکیونه.
راځئ فکر وکړو چې په سیمه او دنیا کی څوک وو او اوس څوک یو.
راځئ چې خپل ځان او خپل راتلونکی نسل د نورو له احتیاج څخه وژغورو، څومره چې په خپلو کی جنګیږو هومره ضعیفیږو او چې څومره ضعیفیږو د نورو احتیاجیږو.
ددې لپاره راځئ یو بل وبښو، یو بل ومنو او یو بل سره د کارکولو مثبته روحیه پیدا کړو. باور ولرئ چې دغه هیواد چې اوس یې په پردیو بمونو او توپونو ولو او ورانوو یې سبا به یې موږ او یا زموږ اولادونه په خپلو تشو لاسوو بیرته جوړوو.
د افغان ځوانانو څخه مې هیله داده چه د پچې له سره دې کشمیر نه ګوري، د خپلې ټولنې او خلکو حقیقي وضعیت ته دې متوجه شي او خپل ځای دې د سیمې او نړۍ د ځوانانو ترمینځ پیدا کړي او د یوې منطقي کړنې په حیث دې د جهل او فساد پسې نه روانیږي او د خپل کلتور، فرهنګ، دین او ملي عنعناتو مطابق دې د خپلو با احساسه ، مسلمانه او صادقه مشرانو ترشا ودریږي.
عام ولسونه په اکثره معاملاتو کې د یو مظلوم طرف په توګه پیژنم چې د خپلې بې طرفي او بیچاره توب ښکار ګرځیدلي.
له ټولو ولسونو غواړم چې خپله بې طرفي پای ته ورسوي خصوصآ په هغو معاملاتو کی چې ددوی په سر ترسره کیږی.
خپله رایه دې نه خرڅوي، د خپلو ملي او دیني اساساتو په سر دې هرډول قربانۍ ته تیارشي، د اعتراض روحیه دې خپله کړي او هیڅکله دې د چا ظلم او ناروا ته په چوپه خوله نه تسلیمږي.
هغه ولسونه چې هرظلم او تجاوز په چوپه خوله مني او وایی چې ” شوله ته بخو و پردې ته بکو” هیڅکله هم د یو عزتمنده او باوقار ژوند څښتنان نه شي کیدای او تل به د نورو محتاج او بیچاره وي.
راځې نور دغه د بیچاره ګۍ او احتیاج فصل د ځان لپاره او د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره پای ته ورسوو.

پای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close