ایراني هېکران پخپله د روسانو لخوا هېک شوي

د برېتانیا او امریکا امنیتي ادارو ویلي چې روسي هېکرانو د ایراني هېکرانو له یوې ډلې په ګټه اخیستنې سره خلک هدف کړي دي.

د سرچینو په خبره، د ایراني هېکرانو ډله د آیلریګ په رمزي نوم فعاله وه او روسۍ هغه په ټورلا مشهوره وه. تر دې دمه لا معلومه نه ده چې آیا ایراني هېکران خبر وو چې دوی هېک شوي او که نه.

د برېتانیا د سایبري امنیت ملي مرکز په ۲۰۱۷ز کال کې پر یوه پوهنتون باندې د سایبري برید په اړه پلټنې پیل کړې.

 تر څو میاشتو پلټنو وروسته، څرګنده شوه چې ټورلا لومړی د ایران آیلریګ ډله هېک کړې، او بیا یې د همغوی له امکاناتو، معلوماتو او صلاحیتونو په ګټه اخیستنې سره نور سایبري بریدونه کړي دي.

Iranian hacker

د بي بي سي د راپور له مخې، تر ۳۵ زیات هېوادونه د دې روسۍ ډلې لخوا تر بریدونو لاندې راغلي، چې د بریدونو زیاتره قربانیان یې په منځني ختیځ کې دي.

له دې بریدونو د ټورلا موخه د محرمانه معلوماتو غلا وه، چې د حکومتونو په شمول یې له ځینو نورو هدفونو اسناد هم ترلاسه کړي دي.

امنیتي ادارې وايي، ټورلا هغه معلومات هم وړي چې ایرانیانو غلا کړي وو او هم یې د ایراني هېکرانو له لاسرسي په استفادې سره خپل عملیات ترسره کړي دي. ټورلا په دې ډول غوښتل خپل پل ورک کړي.

د برېتانیا د سایبري امنیت ملي مرکز ویلي، د دې بریدونو قربانیان احتمالا په دې ګومان وو چې د ایراني هېکرانو لخوا برید پرې شوی، په داسې حال کې چې اصل بریدګر روسان وو.

یاد مرکز دا سایبري بریدونه د یران او روسیې د دولتونو لخوا نه بولي، خو تر دې وړاندې ټورلا د روسیې له امنیتي ادارې FSB او OilRig له ایراني دولت سره تړلې بلل شوې دي.

ویل کیږي برېتانیا او امریکا هم د ټورلا په څېر صلاحیت لري.

س: BBC English

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close