میدان وردګ کې د قومندان جان میر په ګډون ۱۲ عسکر وژل شوي

عزم(سه شنبه، ۲۳ تله ۱۳۹۸): طالبانو ادعا کړې چې تیره ورځ یې په میدان وردګ ولایت کې د کمانډو عسکرو د یو قومندان په ګډون ۱۲ عسکر وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تیره ورځ مازدیګر مهال یې د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند ماشین کلا سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د کمانډو عسکرو د قومندان (جان میر) په شمول ۶ تنه عسکر ووژل.

مجاهد ویلي دي چې همدا ډول یې په بدهکه، سالارو او ماشین کلا سیمو کې هم ۶ تنه نور عسکر وژل ي او یو تن بل یې ژوبل کړی ډی.‏

نوموړي همدا راز ادعا کړې چې تیره ورځ یې د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند شهرکهنه سیمه کې هم د پوستې قومندان (سید رحمان) په تکتیکي برید کې وژلی دی یو کلاشینکوف او یو نارنجک یې د دوی لاسته ورغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close