له سولي څخه ډارېدونکي خلګ

جبیر افغان

خبرونه تاوبالا کیږي او د خلګو په زړونو کې یو ځل بیا د هیلو لمر څرک وهلی دی او زیات خوشبینه دي چې ګنې بیا به د امریکا او طالب تر منځ د سولي خبري پیل شي. د سولي د خبرو دې جریان ته خلګ ځکه دومره خوشاله دي چې تیر ځل که د مذاکراتو لړۍ څه هم اوږده وه خو زیاته ګټوره او مثبتي پایلي لرونکې وه. تقریبا دواړه لوري د خبرو آخري پړاوونو ته رسېدلي ؤ او د دې وخت رارسېدلی ؤ چې له یوه لاسلیک وروسته دي د هیواد تقدیر بدل شوی وای.

که له یوه لوري نوي سلنه افغانان ورته خوشبینه دي، له بل لوري په دې هیواد کې داسي خلګ هم شته چې د سولي سره سخت الرجي دي او د سولي اړوند خبري یې پر مغزو هم ښې نه پرېوزي. څومره چې یې توان وي، دا پروسه سبوتاژ کوي بلکي هر هغه غږ خاموشه وي کوم چې د سولي لپاره پورته کیږي.

داسي خلګ ښایي ټولو ته معلوم وي چې د سولي له توري څخه ډار او وېره لري، کله هم زړه نه ښکوي چې دې کشالې ته دي د پای ټکی کښېښودل شي او افغانان دي د آرام سا واخلي. دا هغه غدۍ دي چې مصالح یې په جنګ کې خوندي دي، هغه کسان چې د افغانانو ویني یې د تجارتي بیړۍ پټرول دي، د مسلمانانو په سرونو د خپلي ماڼۍ تادای پورته کوي، د خپل ملت په غم کې د ځان او اولاد لپاره خوښي لټوي. هغه خلګ چې د انساني کرامت بقاء ورته د خپلو شخصي اغراضو د پوره کېدلو په مقابل کې ورته هیڅ ارزښت نه لري.

داسي خلګ ځکه د سولي له نامه څخه په ډار کې دي چې که سوله راشي او دا خبري یوې موافقې ته ورسېږې نو د دوی تجارت په ټپه دریږي، د ډالرو هغه سیندونه چې چینه یې په امریکا کې ده او دوی پکي لامبو وهي، نوره وچیږي او د هغه ماهي په څیر به یې خواهشاتي روح وخیږي کوم ته چې اوبه له هر څه نه زیات ارزښت لري.

هغه خلګ چې په پردیو ډالرو بوخت دي او تر اوسه یې پر تندي خوله نه ده لیدلې او نه یې د تڼاکو لاسونو ګوله خوړلې ده، هغوی ته له سولي وروسته خپل ژوند ډېر سخت له کړاوه ډک او ستونزمن ښکاري. دا تصور هم هغوی ته یو ډارونکی خوب ښکاري چې د سولي له راتګ وروسته به چشي خورو او څه به کوو. دوی ډالر ترلاسه کوي، د ځان لپاره د عیاشۍ او خواهش پرستۍ ژوند برابروي او د هغو په بدل کې د خپل ورور وژني، بې عزتۍ، تعذیب او هر ډول شکنجې ته تیار دي او له هیڅ ډول بې ناموسۍ څخه مخ نه اړوي خو برعکس د مفسد حکومت پر هر ډول نارواوو پرده اچوي او د جواز دلائل ورته تراشي. لکه څنګه چې د کابل ګډ حکومت سرسخت پلوي نجیب ننګیال پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي ؤ:
«ولسمشر غني باید زمونږ معاش بند نه کړي، که یې بند کړو مونږ به د ارګ ډېر پټ رازونه افشا کړو، ما د ارګ په اړه بیخي زیات حساس مالومات د ځان سره ساتلي دي، ولسمشره نور دي خوښه.»

دا د حکومت هغه پلویان دي څوک چې صرف فیسبوکي کمپاین ورته کوي، خو د نوموړي له دې پوسټ څخه د حکومت د هر چارواکي د حالت اندازه کولای شئ او هغه کسان چې شتمنۍ او د ملت د سر په بدل کې کړې پانګه یې بانکونه نشي ځایولی، ټولو ته ښه معلوم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close