په ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږیږي

ابراهیم میر

ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وړاندې لا په بهر کې د امریکا د جګړو سرسخت مخالف و. نوموړي به دا جنګونه ”احمقانه، بېځایه او نه ختمېدونکي“ بلل. اوس یې هم بولي. خو د ختمولو لپاره یې عملي اقدام نه کوي او برعکس یې تشدیدوي.

سپینې ماڼۍ ته د نوموړي تر ننوتلو وروسته هیله وه چې د سوریې او افغانستان په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې به د امریکا پوځي مداخلو او یرغلونو ته د پای ټکی کېښودل شي، خو د نږدې درې کاله وروسته لا هم امریکايي ځواکونه په دې هېوادونو کې مېشت دي.

تر ولسمشر ټاکل کېدو څو میاشتې وروسته، ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره خپله سټراټيژي اعلان کړه. تمه کېده چې ښاغلی ولسمشر به له افغانستانه د خپلو عسکرو وتل اعلان کړي، خو نوموړي برعکس د ۳۰۰۰ نورو امریکايي عسکرو د رالېږلو او د جګړې د تېزېدو اعلان وکړ.

د سټراټیژۍ تر ناکامۍ وروسته یې طالبانو ته ګونډه ماته کړه او مذاکرات یې پیل کړل. هغه تمې چې د جنګي سټراټيژۍ په اعلان سره ختمې شوې وې، یو ځل بیا راپورته شوې. خو.. ټرمپ تر څه باندې یو کال اړودوړ وروسته ناڅاپه مذاکرات، چې یوازې د هوکړې د لاسلیک پر سر خبرې پاتې وې، ودرول او دا هیلې یې خاورې ایرې کړې.

همدارنګه، د تېر ۲۰۱۸ز کال په ډسمبر میاشت کې ټرمپ له سوریې د ټولو امریکايي عسکرو د وتلو اعلان وکړ. خو دا چې د امریکا پالیسي جوړوونکي ورسره موافق نه وو، اوس لا هم امریکايي ځواکونه هلته مېشت دي. په دې وروستیو کې یوازې د ترکیې د سولې چینې د عملیاتو له امله دومره شوي چې د سوریې له شمالي سیمو څه باندې زر امریکايي عسکر امن سیمو ته انتقالېدونکي دي.

د دې ترڅنګ، ټرمپ له ایران سره د هستوي هوکړې په لغوه کولو سره وېره پیدا کړه چې ښايي متحده ایالات په یوه بل نه ”ختمېدونکي جنګ“ کې، چې ټرمپ یې د مخالفت شعارونه زمزمه کوي، ښکېل شي.

ټاکل شوې چې د راتلونکي ۲۰۲۰ز کال د نومبر په ۳مه یو ځل بیا د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وشي. اوس ټرمپ په خپله هره ټاکنیزه کمپایني غونډه کې بیا د ”نه ختمېدونکو جنګونو“ د ختمولو وعدې ورکوي.

 تېره پنجشنبه یې په یوه غونډه کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو وخت رارسېدلی دی. نوموړي زیاته کړه، ”انګېرل کېده چې موږ به په افغانستان کې د لږ مودې لپاره یو، [خو] دا دی نږدې ۱۹ کاله کیږي چې هلته یو. د دې وخت رارسېدلی چې دوی [خپل عسکر] کورونو ته راستانه کړو“.

د کمپايني غونډو ترڅنګ ټویټر او خبري کنفرانسونو کې هم نوموړی له ”نه ختمېدونکو جنګونو“ سر ټکوي او د ختمولو وعدې یې کوي. تېره چارشنبه یې پر خپل ټویټر منځني ختیځ ته د امریکايي پوځیانو تګ ”تر ټولو بده پرېکړه“ وبلله او ویې ویل چې نوموړی خپل سرتېري ”په کراره او احتیاط“ بېرته خپلو کورونو ته راستنوي.

خو، لکه څنګه چې په ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږيږي – همدارنګه په تشو وعدو او لاپو باندې جنګونه هم نه ختمیږي. وبه ګورو چې آیا ټرمپ رښتیا هم د امریکا ”نه ختمېدونکي جنګونه“ ختموي او که زموږ د حاکمانو په څېر یوازې وعدې ورکوي، او په ګوړه ګوړه ویلو د خپلې او د نورو د خولو د خوږولو بېځایه هڅه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close