نړیوال بانک د برېښنا په برخه کې ۹۹ میلیونه ډالر مرسته کوي

عزم (یکشنبه، ۲۱تله، ۱۳۹۸ل): نړیوال بانک ژمنه کړې چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید له دوو پروژو سره د مرستې په توګه ۹۸.۸ میلیونه ډالر مرسته کوي.

یاد بانک په خپل راپور کې ویلي، دغه مرسته د شبرغان د غازو د انرژۍ او د مزار شریف له غازو د انرژۍ د تولید پر پروژو لګول کېږي.

د نړیوال بانک مسوولین وايي، له یادو پروژو یې موخه د کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید د کچې لوړول او په دغه برخه کې د خصوصي سکټور د پانګوونکو هڅونه ده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیسې هنري کرالي ویلي: «افغانستان برېښنا ته بې کچې زياته اړتيا لري او د مالي مرستو دا نوې ټولګه به د ودې او پراختيا په لار کې يو ستر ګام وي. د انرژۍ پر سکتور پانګونه د هېواد د بالقوه ودې د لاسته راوړلو لپاره کليدي اهميت لري.»

د هنري کرالي په خبره، د جلا ـ جلا سرچینو په رامنځته کېدو سره به ګڼ شمېر افغانان له ډاډمنې ښاري برېښنا څخه برخمن شي، چې د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو سره به د خلکو اقتصاد هم ورسره وده وکړي.

یاده دې وي، د شبرغان د غازو د انرژۍ د تولید پروژه به د ۳۰۰ ګیګاواټ او د مزار شریف د غازو د تولید پروژه به د ۴۰۴ګیګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

نړیوال بانک داسې مهال له افغان حکومت سره د ۹۸ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې، چې اوس مهال د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده، چې له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او تاجکستان څخه وارد شوې ده، چې وخت ناوخت یې ستنې نړول کېږي او خلک په اوونیو ـ اوونیو له برېښنا بې‌برخې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close