پر شهر ناپرسان باندې د بمونو باران

زموږ له جګړه ځپلي هېواده شهر ناپرسان جوړ شوی – دلته قاتلان یوازې له قتله په انکار سره ځان بري او سپينې کوترې ګڼي، دومره څوک نشته چې د محاکمې مېز ته یې راکش کړي او د معصومینو په وینو سرو لاسونو ته یې هتکړۍ ورواچوي او بالآخره انصاف پرې پلی کړي. تر څو چې دا جګړه وي، تر هغو به مو هېواد شهرناپرسان وي او ولسي افغانان به په افتخار سره وژل کیږي.

خط اول

 

د اکتوبر په ۹مه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په فراه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د قتل عام رامنځته کېدل تایید کړل.

یوناما دا راپور د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د هغو هوايي بریدونو په اړه چمتو کړی چې د تیرې می میاشتې په ۵مه امریکايي ځواکونو ترسره کړل، او ادعا یې کوله چې هدف یې ”د مخدره موادو د پروسس مرکزونه“ وو.

یوناما د خپلو موندنو له مخې په دې بریدونو کې د ۳۰ ولسي وګړو د وژل کېدو تایید کړی، خو وايي د نږدې ۳۰ نورو کسانو د وژل کېدو ادعاوې لا هم څېړي – په دې سره د بمبار د قربانیانو شمېر ۶۰ ته رسیږي.

دا چې د پړې ګوته امریکا ته وه، د معمول په څېر، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند د یوناما دا موندنې وننګولې او په ټینګار سره یې وویل چې برید ”دقیق“ شوی او ”هیڅ کوم غیرنظامي پکې نه دی وژل شوی“.

یوناما عموما، او د بهرنیو ځواکونو د بریدونو د قربانیانو په اړه خصوصا، په خپلو تحقیقاتو کې له زیات دقت او پېچلي میتوده کار اخلي. له همدې امله د امریکايي ځواکونو د ویاند څرګندونې ځان ته د اوړو د پزې ایښودلو له هڅې پرته بل څه نشي بلل کېدای.

د بکوا پر دښتو او په اصطلاح ”د مخدره موادو د پروسس پر مرکزونو“ باندې د امریکا هوايي بریدونه د هغو عملیاتو برخه ده چې په وسیله یې متحده ایالات ”د طالبانو د اقتصادي سرچینو“ وچول غواړي. خو تحقیقونو او پلټنو موندلې چې امریکا په دې عملیاتو کې زیاتره وخت خټین کورونه بمبار کړي او وروسته یې ”د طالبانو د مخدره موادو د پروسس مرکزونه“ یاد کړي دي.

د یوناما له راپور خپرېدو سره هممهاله، په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې متحده ایالاتو د افغانستان پر حریم باندې د بمونو غورځولو نږدې ۹ کلن ریکارډ مات کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د شمېرو له مخې، په تېره سپټمبر میاشت کې، د افغانستان پر خاوره باندې ۹۴۸ بمونه غورځول شوي دي. دا د ۲۰۱۰ز کال له اکتوبر راهیسې پر افغانستان باندې د غورځول کېدونکو بمونو تر ټولو جګه شمېره ده.

د ۲۰۱۰ز کال په اکتوبر کې پر افغان حریم ۱۰۴۳ بمونه غورځول شوي وو. د یادونې وړ ده، ۲۰۱۰ز د امریکايي ځواکونو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال و، په دې کال نږدې ۴۹۸ بهرني عسکر ووژل شول. هغه مهال په افغانستان کې د بارک اوباما د سټراټيژۍ له مخې نږدې سل زره امریکايي عسکر مېشت وو.

په هر صورت، د امریکا لخوا د بمونو ورېدو د تېرو نهو کلونو ریکارډ ماتېدل او د یوناما زړه بوږنوونکی راپور ښيي چې د افغانستان جګړه په څومره شدت سره روانه ده او د ولسي وګړو له ژوند سره څنګه لوبې کیږي. د تیرې سپټمبر میاشتې په یوازې څلورو ورځو کې (په هلمند، ننګرهار، پروان او بدخشان کې) تر ۸۰ زیات ولسي وګړي په هوايي بریدونو او چاپو کې ووژل شول. تر ټولو خونړۍ پيښې یې د ننګرهار او هلمند وې. ننګرهار کې غره ته تللي څه باندې ۳۰ د جنغوزیو راټولوونکي په هوايي برید کې شهیدان شول، او په هلمند کې پر واده باندې په چاپه او هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول تر ۳۵ زیاتو ولسي وګړو خپل خواږه ژوندونه وبایلل.

خو چا یې پوښتنه وکړه او څوک تر ګرېوان ونیول شو؟

زموږ له جګړه ځپلي هېواده شهر ناپرسان جوړ شوی – دلته قاتلان یوازې له قتله په انکار سره ځان بري او سپينې کوترې ګڼي، دومره څوک نشته چې د محاکمې مېز ته یې راکش کړي او د معصومینو په وینو سرو لاسونو ته یې هتکړۍ ورواچوي او بالآخره انصاف پرې پلی کړي. تر څو چې دا جګړه وي، تر هغو به مو هېواد شهرناپرسان وي او ولسي افغانان به په افتخار سره وژل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close