طلحه چیرې دی (دوهمه برخه)

لیکوال عاکف مهاجر

په دغه چاپه کې د اوشکي کلي ۱۴ تنه شهیدان شوي وو او ګڼ شمیر نور ټپیان شوی وو.

دا چې مونږ هم د همدغې چاپې دقیق حال اخیستلو لپاره تللي وو له چای خوړلو وروسته مو د شهید نصرت تقبله الله د ورور احسان نصرت په لارښوونه او مرسته خپل کار پیل کړ لومړی هغه کور ته ورغلو چې دوه تنه د کور یې د کور په انګړ کې دننه د زنانه وو تر مخ ورته شهیدان کړي وو.

دغه کور کې دا مهال دومره څوک نه وو چې حال مو ترې پوښتلی وی، خو یو بل تن راوړاندې شو وی زمونږ ګاونډیان دي زه هغه وخت دلته وم زه به کیسه درته وکړم خو مونږ بیا هم په دې تاکید وکړ چې د کور کوم غړی که راپیدا کړئ چې په همدې کې د شهیدانو تره راغی هغه د دې نه وو چې هغه تیر غم او وحشت راته و وایي او توان یې له لاسه ورکړی وو خو په ماته ماته ژبه اوښلنو سترګو او سلګیو یې راته و ویل دوه وریرونه یې د مور او خویندو په وړاندې راته شهیدان کړل، پلار یې په سپینه ږیره ورته زاری کولې خو هغوی په ټیلو ټیلو له ځان لرې کړ او د هغه په وړاندې یې غبرګ زامن ورته شهیدان کړل.

د شهیدانو تره او نورو کلیوالو هغه خبرې وکړې چې قلم یې د لیکلو غوږنو یې هغه مهال د اوریدلو تاب نه درلود څو شیبې همدلته وو وروسته بل او ورپسې بل کور ته ورغلو، خو هغه کور ته هم لاړو چیرته چې عسکرو د زانګو د ماشوم طلحه پوښتنه کوله.

دغه کور ته مونږ د نورو کورونو په څیر ننوتلو خو دلته شوی وحشت هغومره وو چیرته چې په فلسطین کې اسرائیلو او برما کې بودایانو له مسلمانانو سره کړی وو.

دا هغه کور وو چې د زانګو ماشوم ته افغان عسکرو په زانګو کې اور اچولی وو او دا کار یې هم قصدا کړی وو.
داسې مهال یې دغه عمل ترسره کړی وو چې د ماشوم د نوم پوښتنه یې لا کړې وه.

دغه کور کې له پوښتنو سره یو سپینږیری راته یوه زانګو راوړه او ویل یې دغه زانګو کې یې ماشوم طلحه ته اور واچولو.
د دغې خبرې په اوریدو هک پک شوم، بیا مې وپوښتل څنګه، څه ډول کیسه وه، ویل یې دلته یې د درې نورو شهیدانو تر څنګ د طلحه په نوم د یو ماشوم پوښتنه کوله مور یې ورته ویل هغه خو ماشوم ده اوسه پورې لا خبرې هم نشي کولی وی خیر دی چیرته ده رایې وړی، مور یې وی کوټې ته دننه شوه، ډله عسکر ورپسې شول وی عسکرو چې ماشوم په زانګو کې ولید زانګو ته یې اور ورکړ، خو د وور مینه وه له هر څه ټیل ټمبیل وهلو سره یې پر خوی ور خپړې کړې له زانګو یې د اور د لمبو له منځه وتښتولو.

دا د هغه افغانستان د عسکرو انځور دی چې د پردیو په لمسون خپل ماشومان وژني او د ماشومانو په وژنه د واشنګټن امنیت ساتي.

پای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close