ترکیه ولې د سوریې له کردانو سره جنګیږي؟

ترکي پوځ تېره چارشنبه د سوریې په شمال کې د کردي ملېشو، د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو (SDF)، پر ضد د سولې چینې په نوم عملیات پیل کړل.

ولسمشر، رجب طیب اردوغان، ویلي چې د عملیاتو موخه سیمې ته امنیت راوستل او له سوریې سره پر پوله د هغه ”ترهګریز دهلېز“ ختمول دي چې کردي ځواکونه یې د جوړولو هڅه کوي.

د عملیاتو بله موخه د کردي ځواکونو تر شړلو وروسته یوه امن سیمه جوړول دي څو د ۳،۶ میلیونه سوري کډوالو زیاته برخه یې هملته ولېږله شي.

 اردوغان پر خپل ټویټر لیکلي، ”د سولې چینه عملیات به د ترکیې پر ضد د ترهګرۍ ګواښونه خنثی کړي او د یوې امن سیمې جوړېدو سبب به شي، چې په دې سره به خپلو کورونو ته د سوري کډوالو راستنېدل اسانه شي“.

خو ترکیه ولې د کردانو پر ضد عملیات کوي؟ د دې پوښتنې د ځواب ترلاسه کولو لپاره د ترکیې او کردانو ترمنځ جنجال باندې پوهېدل اړین دي.

  • کردان څوک دي؟

Kurdish men sit in the bazaar in Sulaimaniya, Iraq (17 October 2002)

کردان په منځني ختیځ کې څلورم ستر اقلیت دی. که څه هم شمېر یې نږدې ۳۵ میلیونه کسانو ته رسیږي، خو بیا هم کوم مشخص دولت نه لري، او په ترکیه، عراق، سوریه، ایران او ارمینیا کې اوسیږي.

تر لومړۍ نړیوالې جګړې او د عثماني خلافت تر سقوط وروسته، ګڼ شمېر کردانو د یوه کردي دولت جوړولو لپاره مبارزه پیل کړه. په لومړنیو تړونونو کې د کردستان د رامنځته کېدو ژمنې ورسره وشوې، خو د سیمې په تقسیم سره دوی نور هم متفرق شول.

  • ترکیه او کردان:

د ترکانو او کردانو ترمنځ اړیکې له زیاتې مودې راهیسې بېخونده دي.

ترکیه په خپل سوېل کې د کردي ځواکونو راپورته کېدونکی قوت ځان ته ګواښ بولي. ولسمشر اردوغان له زیاتې مودې راهیسې له سوریې سره پر خپله پوله د کردي ځواکونو پر ضد د عملیاتو پیلولو ګواښونه کول.

د ترکیې او کردانو ترمنځ د اختلاف رېښې ماضي او له ترکیې سره د کردانو د کورنۍ جګړې وخت ته ځي.

په ۱۹۸۰ز کال کې د کردانو د کاریګرو ګوند، چې په PKK مشهور دی، په ترکیه کې خپل تاوتریخجن فعالیت پیل کړ. پي کې کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې له ترکیې سره په جګړه ده او د یوه خپلواک هېواد غوښتنه کوي. دا ډله د ترکیې ترڅنګ د امریکا او اروپايي اتحادیې د ترهګرو ډلو په لیست کې ده. PKK اوس مهال په ترکیه کې تقریبا ځپل شوې، خو له سوریې سره په ګاونډ کې له پي کې کې سره تړلې یوې بلې ډلې ترکیه اندېښمنه کړې ده.

د PKK بیرغ
د PKK بیرغ

له سوریې سره د ترکیې پر پوله، له ۲۰۰۴ز کال راهیسې یوه کردي ملېشه چې ځان د کردانو د ساتنې قطعې بولي او په YPG سره مشهوره ده فعالیت لري. دا ځواکونه هم د کردانو د یوه دولت جوړولو لپاره مبارزه کوي.

 که څه هم YPG ځان له PKK جلا بولي، خو له پي کې کې سره ژورې اړیکې لري او فکر او نظریه یې یو شان دي. ترکیه دواړې ډلې یو بل سره تړلې بولي.

YPG
YPG

امریکا YPG ترهګره ډله نه بولي او وایي د سوریې په اته کلنه کورنۍ جګړه کې بېطرفه او د داعش پر ضد مقاومت کې مهم متحد پاتې شوې ده.

YPG د سوریې د جګړې پر مهال له نورو سیمه ییزو ډلو سره یوځای شوه، او د سوریې په ډموکراټیکو ځواکونو (Syrian Democratic Forces /S.D.F.) بدله شوه.

 SDF د داعش ډلې په ماتولو کې مهم رول درلود. د دې جګړې پر مهال دې ځواکونو له امریکا روزنیزې، هوايي او تسلیحاتي مرستې ترلاسه کولې، چې له امله یې ترکیې پر متحده ایالاتو سختې نیوکې کولې.

SDF
SDF

 له داعشه د سیمو په نیولو سره د ایس ډي ایف ځواک ورځ په ورځ زیاتېده، چې هممهاله ورسره د ترکیې اندېښنې هم راپورته کېدې. دا ډله دمګړی د سوریې په شمال-شرق کې د روجاوا په نوم یو خپلواک دولت هم اداره کوي، چې له پنځو لکو بیا تر یو میلیون کردان او یو نیم میلیون عربان ژوند پکې کوي. ترکیه له دې راپورته کېدونکي خپلواک دولته هم وېره لري.

باالآخره، دا دی د سوریې له ځینو شمالي سیمو د یو شمېر امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیې تېره چارشنبه خپل عملیات پیل کړل. متحده ایالاتو د خپلو ځواکونو په ایستلو سره کردي ملېشې د ترکیې رحم ته پرېښوولې، چې له امله یې کردان زیات اندېښمن شوي دي.

وبه لیدل شي چې آیا ترکیه د کردي ملېشو، چې ترکیه یې د ازادۍ غوښتنې له مبارزې ډاریږي، په ځپلو او یا هم تیت پرک کولو وتوانیږي او که نه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close