ترکیې سوریه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل

عزم (چارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن چارشنبه ویلي چې ترکي پوځیانو او د سوریې ملي پوځ، چې تازه تشکیل شوی، د سوريې په شمال کې د سولې پسرلي په نوم عملیات پیل کړي دي.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، په رأس العین سیمه کې د هوايي او توپچي عملیاتو له پیل کېدو سره سم اردوغان پر ټویټر لیکلي چې د عملیاتو موخه د ”ترهګرو“ له منځه وړل او یوه امن سیمه جوړول دي.

اردوغان لیکلي، ”د سولې چینه عملیات به د ترکیې پر ضد د ترهګرۍ ګواښونه خنثا کړي او د یوې امن سیمې جوړېدو سبب به شي، چې په دې سره به خپلو کورونو ته د سوري کډوالو راستنېدل اسانه شي. موږ به د ترکیې ځمکنۍ بشپړتیا وساتو او سیمه ییزې ټولنې به له ترهګرو ازادې کړو“.

Image result for turkey syria

د رسنیو د راپورونو له مخې، ترکي هوايي ځواکونو په رأس العین کې د کردي ملېشو ګن شمېر هدفونه بمبار کړي دي. د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو (کردي وسله والو) ویاند، مصطفی بالي، بیا وايي چې بریدونه پر ملکي اهدافو شوي، چې له امله یې په خلکو کې ترهه او ډار خپور شوی دی.

ځايي خلکو ته د ترکیې لخوا خبرداری ورکړل شوی چې د عملیاتو تر تېزېدو وړاندې سیمه پرېږدي. په انځورونو کې خلک له رأس العین او تل أبیض سیمو د وتلو  په حال کې لیدل کیږي.

ترکیه د کردي ملېشو د ځپلو ترڅنګ، چې د امریکا ملاتړ یې له ځان سره درلود، غواړي چې له سوریې سره د خپلې ۴۸۰ کلیومټره پولې په اوږدو کې د ۳۲ کیلومټرو په اندازه یوه امن سیمه جوړه کړي، او د ۳،۶ میلیونه سوریايي کډوالو زیاته برخه یې هلته ولېږي.

Image result for Syria

فرانسې د ترکیې دا تازه پیل شوي عملیات په کلکو ټکو غندلي دي. د اروپايي کمېسیون مشر، جان کلوډ یونکر، هم د دې عملیاتو د درېدو غوښتنه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، احتمال شته چې فرانسه او برېتانیا په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فوق العاده غونډې د تشکیلېدو وړاندیز وکړي.

ترکیه دا عملیات له تل أبیض او رأس العین سیمو د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پیلوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره دوشنبه له دې سیمو د امریکايي ځواکونو وتل اعلان کړل، چې په دې سره یې کردي وسله وال یوازې پرېښودل او ترکیې ته یې پر هغوی د برید کولو لاره ورکړه. کردانو له امریکا ګیله کړې او د ځواکونو پر شاتګ یې له ”شا په چاړه وهل“ بللي دي. امریکا د داعش پر ضد د جنګېدو له امله د کردي ملېشو ملاتړ کاوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close