آیا ټلفون باید موټر کې چارج کړل شي؟

ایا کله مو په موټر کې خپل ټلفون چارج کړی او یا یې اوس هم چارجوئ؟ که مو ځواب هو وي، نو له نن وروسته باید د پای ټکی ورته کېږدئ. ولې؟

د Staymobile شرکت یوه تخنیکر، بریډ نکولس، ریډرز ډایجسټ رسنۍ ته ویلي چې په موټر کې د یو ایس بي پورټ هومره برېښنا نه اخراجوي څومره چې د ټلفون د چارجېدو لپاره اړینه وي.

د بریډ نکولس په خبره، د ټلفون د چارجېدو لپاره له ۱ تر ۳ امپیره برېښنا ضروري وي، چې یوازې چارجر همدومره قوت لري. که ټلفون تر دې په کمزوري چارجر یا د موټر له یو ایس بي پورټه چارج کړل شي، په دې سره د موبایل د بېټرۍ خرابېدو ترڅنګ د ټلفون په چلېدو کې هم ستونزې راپېدا کیږي.

نکولس زیاتوي، کله به تاسو لیدلي وي چې ټلفون په ۳۰ یا ۶۰ دقیقو کې یا لږ چارج شوی وي او یا هم له سره چارج شوی نه وي. د دې یو لامل خو دا دی چې څومره برېښنا ټلفون چارجوي، هغومره د موټر یو ایس بي پورټ نشي اخراجولای. او دویم لامل یې دا وي چې کله د نوي موټر بېټرۍ قوي وي، تر اړتیا زیاته برېښنا اخراجوي، چې له همدې امله د ټلفون د بېټرۍ د خرابېدو امکان هم شته.

نو که غواړئ چې خپل ځیرک ټلفون مو سم روان وي او بېټرۍ یې ژر له کاره ونه وځي، په موټر کې له چارجولو یې ډډه وکړئ، یوازې یې په هغه چارجر ډک کړئ چې خپل یې وي، او یا هم ټلفون ته مناسبه برېښنا ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close