مجاهد: د ملکي تلفاتو په تړاو د ملګرو ملتونو راپور زمونږ د خبرونو ریښتونولي ښیي

 

عزم( چهار شنبه، ۱۷تله ،۱۳۹۸)نن په غیر مترقبه توګه د ملګرو ملتونو له خوا په فراه ولایت کې د امریکایانو د څلورو میاشتو پخوانیو عملیاتو بوږنونکی راپور خپور شو چې له مخې یې ویل شوي، د دې برید په ترڅ کې چې رسنیو ته د مخدره توکو په کارخانو حمله ښوودل شوې،  شاوخوا څلویښت تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو راپور وايي امریکا د مۍ د میاشتې پر ۵ مه نیټه د فراه او نیمروز په ولایتونو کي څه د پاسه (۶۰) ځایونه د مخدره توکو د فابریکو په پلمه بمبار کړل، چې په ترڅ کې یې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۴۰ ولسي کسان ووژل او لږ تر لږه ۳۷ ماشومان او ښځي یې ټپیان کړل.

هغه مهال طالبانو په دغو عملیاتو کې د لسګونو ملکیانو د وژل کیدو خبر ورکړی وه او د مخدره توکو د فابریکو د لمنځه وړلو ادعا یې رد کړې وه؛ خو د کورنیو چارو وزارت او او امریکایي سفارت ویاندویانو بیا په دغه بمبارۍ کې د مخدره توکو د ګڼو فابریکو د لمنځه ادعا کوله.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې دا پیښه په سختو ټکو غندل شوې او له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه بلل شوې ده..
طالبانو بیا د دې راپور د خپریدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې «د ملګرو ملتونو لخوا په فراه ولایت کې د مې په میاشت کې په امریکايي بمبار کې د ۴۰ تنو ملکي کسانو د وژلو پخلی، دا خبره تایید کړه چې امریکایان په افغانستان کې په درنو جنګي جنایاتو بوخت دي.»
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز وایي،د ملکي تلفاتو په اړه د دوی راپورونه تل په حقائقو ولاړ وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close