په اسلام کې د مېرمنو ارزښت

عبدالله عزام

له یو عالم څخه مېرمني پوښتنه وکړه چې یوه پوښتنه درڅخه وکړم؟
عالم ورته وویل: هو لوري! وایه څه خبره ده؟
مېرمني وويل:«زمونږ په ټولنه کې هلکانو ته هر ډول ازادي ورکول شوې ده، هغوی چې هر چیري ځي او کله ځي، څه ممانعت ورباندې نشته. خو د دې په خلاف مېرمني منع کیږي او ورته ویل کیږي، چې له کوره مه وزه، دباندې ستا تګ ښه نه دی. دا ولي او فرق یې څه دی؟»

عالم موسکی شو او ویې ویل:
«لوري! تا د اوسپنو په ګودامونو کې دباندې اوسپني لیدلي دي، چې تل یخ، ګرمۍ، لمر او بارانونو ته د شپې او ورځي پرتې وي. د دې هرڅه سره هم په هغو هیڅ نه کیږي او نه یې پر قیمت کوم اثر لویږي. د هلکانو حیثیت په ټولنه کې د دغو اوسپنو په څیر دی.

اوس ته ورشه د یو زرګر دوکان ته، په یوه لویه تجوري کې بله کوچنۍ تجوري، په هغه کې په بیل واړه صندوق کې د وریښمو پر جامه باندې پروت ځلېدونکی الماس وګوره. ځکه چې زرګر پوهیږي چې که پر الماس وړه غوندي کرښه یا لیکه هم جوړه شي، نو حیثیت او قیمت یې له منځه ځي. په اسلام کې د مېرمنو حیثیت د هغه ځلېدونکي الماس په څیر دی. پر دې قیمتي الماس باندې د معمولي کرښي په راتللو سره خپله د دې او نه یې د کور والا سره هیڅ ارزښت پاتي کیږي.»

بس همدا فرق دی د نارینه او ښځینه تر منځ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close