کرېکټ: مس عینک اتلانو بند امیر ته ماتې ورکړه

عزم (چهار‌شنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸ل): د شپږیزې لیګ په څلورمه لوبه کې مس عینک اتلانو پرله‌پسې دویمه بریا خپله کړه او بند امیر پرله‌پسې دویمه ماتې هم وخوړه.
د نننۍ لوبې پچه مس عینک اتلانو وګټله او خپله يې توپ وهنه پیل کړه، چې نور علي ځدراڼ او رحمان الله ګربز د ۱۳۴ منډو اوږده ملګرتیا وکړه، چې د دوی ملګرتيا د شپږيزې کرېکټ لیګ د تاريخ دويمه لويه ملګرتيا وه. نور علي ځدراڼ ۷۷، رحمان الله ګربز۵۶ او طارق ستانکزي ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. مس عینک اتلانو د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۱۹۲ منډې وکړې او بندامیر ښامارانو ته یې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.

د بند امیر په توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن ۲، باطن شاه او جاوېد احمدي ۱ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۹۳ منډو د هدف په تعقيب کې د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې شوکت زمان ۵۴، جاوېد احمدي ۴۱ او ناصر جمال ۳۹ منډې وکړې او د ۹ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق، محمد نبي، يمين احمدزي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې په زړه پورې توپوهنه وکړه او ۷۷ منډې يې ترلاسه کړې.

اوس‌مهال د شپږیزې کرېکټ لیګ په پنځمه لوبه کې سپین‌غر زمریان د کابل بازانو پر وړاندې سیالي روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close