پکتیکا: ګډو ځواکونو یوه مدرسه نړولې، ۴ شاګردان یې شهیدان کړي

عزم(چهارشنبه، ۷ تله ۱۳۹۸): بیګا شپه د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په یوه مدرسه باندې چاپه وهلې ده.

له سیمې څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس دغه چاپه د خوشامند اړوند په وطوخیل سیمه کې اچول شوې چې په ترڅ کې یې مدرسه په بشپړه توګه په بمونو الوزولې ده.

د یادو معلوماتو په اساس ویل شوي چې دغو ځواکونو د مدرسې څلور تنه زده کوونکي شهیدان کړي دي او ۳ تنه نور یې له ځان سره بیولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو ځواکونو له لوري په یوه مدرسه باندې عملیات ترسره کیږي بلکې تر دې وړاندې هم په ډیرو ولایتونو کې داسې پیښې ترسره شوي چې ډیره بده یې د ګډ حکومت په دوره کې د کندز د مدرسې پیښه وه چې د دستار بندي په مراسمو یې بمبار وشو او لسګونو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close