د کابل برېښنا بیا پرې شوه

عزم (چهار‌شنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د پروان ولایت اړوند د سالنګ په سویل کې د برېښنا یوه ستنه د نامعلومه وسله‌والو له لوري پر بمونو الوځول شوې، چې ورسره د کابل او ګڼو نورو ولایتونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بېګاه شپه ۱:۳۰ بجه د وارداتي برېښنا یوه ستنه چې ۲۲۰کیلو واټه برېښنا یې لېږدوله د نامعلومه وسله‌والو له لوري پر بمونو الوځول شوې ده.

برېښنا شرکت د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی، چې کارکوونکي به یې ژر تر ژره د برېښنا ستنه بېرته فعاله کړي.«په کومه سیمه کې چې د برېښنا ستنه نړول شوې د ماشینونو لېږدول اسانه نه دي، خو زموږ کارکوونکي هڅه کوي چې یادې سیمې ته ځانونه ورسوي او د برېښنا مزي بېرته وتړي.»

د افغانستان برېښنا شرکت له ټولو خلکو غوښتي، چې عامه شتمنيو سره دې  شخصي، سیاسي او سیلقوي چلند نه کوي او د ټول ملت د شتمنۍ په سترګو دې ورته وګوري.

د کابل په ګډون د هېواد د ډېرو ولایتونو برېښنا وارداتي ده، چې وخت ناوخت د طبیعي پېښو سربېره د نامعلومه کسانو له لوري د برېښنا ستنې نړول کېږي، چې په اوونیو ـ اوونیو خلک له برېښنا بې برخې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close