په تېره یوه میاشت کې امریکا د افغانستان پر ۹۴۸ بمونه غورځولي

عزم (چهار‌شنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸ل): امریکايي رسنۍ وايي، په تېره سپټمبر میاشت کې امریکايي عسکرو د افغانستان پر خاوره ۹۴۸بمونه غورځولي، چې د ۲۰۱۰ز کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د رسنیو په حواله، په روان کال کې امریکا تر دې مهاله ۵۴۳۱بمونه غورځولي، چې په تېرو اتلسو کلونو کې تر دې مهاله لوړه شمېره یادېږي او ښايي د روان کال تر پایه دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

امریکايي عسکرو وروسته له هغه د افغانستان پر خاوره د بمونو غورځول زیات کړل، چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ۷مه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

د ملکي تلفاتو ادارې وايي، د امریکا په هوايي بمباریو کې ډېری وژل شوي ملکي وګړي دي.

د تېرې دوشنبې ورځ د اکټوبر اوومه پر افغانستان د امریکايي یرغل ۱۸ کلونه پوره شول او امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې پر افغان خاوره زرګونه بمونه غورځولي.
د امریکا د روانو بمباریو په اړه افغان حکومت تراوسه غلی دی او نه یې کوم غبرګون ښودلی دی، خو ډېری سیاسیون دغه ډول بمباري غندي او پر وړاندې یې غږ پورته کوي.

امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې هغه وسلې هم استعمال کړي، چې اوس مهال یې استعمال منعه شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close