د تلې په ۲۷مه د ټاکنو پایلې نه اعلانېږي

عزم (چهار‌شنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي، کېدای شي د تلې په ۲۷مه د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان نه شي.

دی وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د بایو مېټریک معلوماتو بهیر پڅ روان دی او کېدای د ټاکنو پایلې وروسته شي.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي«چې له ولسمشریزو ټاکنو ۱۲ ورځې وروسته د رایې ورکولو د ۲۶۵۰۰ محلونو څخه د بایومېټریک ۲۲۴۰۰ دستګاوو لومړني او د ۱۴۰۰۰ دستګاوو وروستي معلومات د کمېسیون معلوماتي بانک ته لېږدول شوي دي.»

د مولانا محمد عبدالله په خبره «که‎چېرې د ولسمشریزو ټاکنو بایومېټریک معلومات په دې بڼه پړاوونه کچ کړي، د تلې په ۲۷مه به د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به ناشونی وي.»

که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو څخه ۱۲ ورځې تېرېږي او د ټاکنو کمېسیون په لومړۍ ورځ د پایلو د اعلان خبره کړې وه، خو لا هم د ټاکنو پایلې نورې هم وروسته کېږي.

د ټاکنو کمېسیون غړي مني، چې د بایومېټریک دستګاوو ټول معلومات لا هم مرکزي سیستم کې نه دي ځای پر ځای شوي او دغه معلومات په بشپړه توګه د کمېسیون مرکزي سیستم ته نه دي رسېدلي.

تېرې ولسمشریزې ټاکنې د تلې په ۶مه ترسره شوې، چې شااوخوا ۱.۲میلیونه کسانو پکې برخه اخیستې وه او ۸.۸ میلیونه خلکو سره ټاکنو سره خپل پرېکون اعلان کړی وو.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو دواړه مخکښ نوماندان اشرف غني او عبدالله عبدالله د خپلو بریاوو اعلان کړی، خو لا هم معلومه نه ده چې څوک ګټونکی دی.

د چارو کارپوهان وايي، په تېرو ټاکنو کې ډېرو کمو خلکو برخه اخیستې ده او کېدای شي ټاکنې بیا دویم پړاو ته ولاړې شي، ځکه د مشروعیت پوښتنه تراوسه چا حل کړې نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close