«افغان حکومت د «رواني ناروغانو» په درملنه کې پاتې راغلی»

عزم (چهار‌شنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، افغان حکومت د رواني ناروغانو په درملنه کې پاتې راغلی او نه یې له رواني ناروغانو سره لازمه مرسته کړې ده.

یادې ټولنې په خپل راپور کې ویلي، هغه افغانان چې د جګړو له امله له رواني ناروغیو سره مخ شوي، خپله اندېښنه ښيي او افغان حکومت لپاره یې رواني ناروغان لویه ننګونه یاده کړې ده.«د افغانستان له نیمايي ډېرو وګړو جنګونه لیدلي او له ژور خپګان سره مخ شوي، خو ۱۰سلنه یې هم سمو درملو ته لاس رسی نه لري.»

د بشري حقونو د څار ټولنې له افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو غوښتي، چې له رواني ناروغانو سره دې مرستې وکړي.

د دې ټولنې د جګړو کار پوه جوناټن پیډنالت ویلي، په افغانستان کې پرله‌پسې جګړو ډېری افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي.
د یادونې وړ ده، افغان حکومت د خپلې بودیجې ۷سلنه په روغتیا لګوي او د دې بودیجې نه یې ۲۶سلنه یې رواني ناروغانو ته ځانګړې کړې ده.

یوازې جګړه نه ده، چې ډېری افغانان یې په رواني ناروغۍ اخته کړي، بلکې فقر، بې‌کاري، د ژوند د اسانتیاوو نشتوالی، د عدالت نشتوالی، اداري فساد او ګڼ لاملونه دي، چې ډېر افغانان یې په رواني ناروغۍ اخته کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close