کرېکټ: امو نهنګان لوبډلې سپین‌غر زمریانو ته ماتې ورکړه

عزم (چهار‌شنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸ل): د شپږیزه لیګ په درېیمه لوبه کې امو نهنګان لوبډلې سپین‌غر لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د پرونۍ لوبې پچه امونهنګان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې چې له ډلې يې فضل ځاځي ۴۹، عثمان غني ۳۳، ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه ۲۵-۲۵ منډې ترلاسه کړې.

د سپين غر زمريانو له لوري وفادار مومند او ظاهر خان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. د امو نهنګانو لوبډلې له لوري ۳ لوبغاړي د منډو پر مهال وسوځېدل.

د ۱۶۳ منډو د هدف په تعقيب د سپين غر زمريانو لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹.۴ اورونو کې وسوځېدل او ۱۴۴ منډې يې وکړې. د دوی له ډلې اصف موسی زي ۵۰ او شمس الرحمن ۲۲ منډې وکړې.

د امو نهنګانو له لوري ابراهيم، روښان بارکزي، شاپور ځدراڼ او ميرویس اشرف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، همدا راز فرمان الله هم ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فضل ځاځي ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې د ۴۹ منډو توپوهنه ترسره کړې وه.

د يادولو ده چې نن سهار ۹ بجې به د بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو لوبډلې څلورمه لوبه ترسره کوي او ماسپښين ۱:۳۰ بجه به د کابل بازانو او سپين غر زمريانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close