رايي چا وګټلې؟

نورمحمد عمري

خبر ياست چې رايي چا وګټلې؟! راځئ چې پرې و غږېږو او مالومه کړو چې رايي چا ګټلې دي، لکه چې تاسو ته مالومه ده د غلامي ادارې کرايه شويو مخکښو غلامانو اشرفغني او ډبل عبد الله هر يو يې په رسنيو کې وايي ما ګټلې او مخکې له دې چې تش په نوم او جعلي ټاکنو پايلي اعلان شي خپله بريا اعلانوي، په دې سره هر يو يې د ګوډاګيانو سر لښکر ځان ګڼي او غواړي کفارو ته تر هغه بل ځان پوخ غلام وښيي، موخه يې هم د همدې کافرانو د خوښۍ ترلاسه کولو لپاره پر مظلومو هېواد والو لازيات ظلم، وحشت او بربريت او… ده، خو راځم خپلي خبري ته:

اې افغانانو! تاسو ته مالومه ده هېواد مو نږدې څلوېښت مېليونه (۴۰۰۰۰۰۰) نفوس لري، د کابل ادارې چارواکو يواځي د کفارو د خوښۍ لپاره هڅه وکړه هېواد وال مو په تېر اېستنه له خپل خواږه ژونده تېر کړي چې په لومړي سر کې د يادو نفوسو له جملې د چارواکو پر خبره د لس مېليونه (۱۰۰۰۰۰۰) تنو به د دې جعلي پروسې لپاره نوم ليکنه کېږي او بيا يې د نهه مېليونه (۹۰۰۰۰۰۰) نوم ليکنه وکړه چې زياتر يې دولتي خلک، د هغوی خپلوان، هوا داران او يا هم په يو ډول تهديد او تطميع شوي خلک و.

دا چې په کوردننه دېرش مېليونه (۳۰۰۰۰۰۰) نفوس پاتي کېږي، له دوی پرته له هېواده بهر مسافر هېوادوالو هم نوم ليکنه کې شمار نه و، نو څو دېرش مېليونه تنه د ټاکنو له جعلي پروسې پاتي و، د پر نوم ټاکنو پر (۱۳۹۸تلي۶مه) ورځ يو مېليون تنو رايه وکاروله او اته مېليونه نور هم پاتي شول، او په ترتيب نږدې۳۹مېليونه هېواد وال له رايي کارولو پاتي، شول.

اوس که و ګورو چې نفوس شته خو رايي يې نه دې کارولې، بل خوا زياتر نفوس د طالبانو ترواک لاندې سېمو کې دي او له درېيم لوري ملت د طالبانو په غوښتنه ټاکني تحريم کړې، نو تبېعي ده چې د دې پاتي نږدې۳۹مېليونه رايي طالبانو  وړې وي چې د ټول هېواد د۹۳سلنه نفوس جوړوي، نو طالبانو رايي و ګټلې او همدوی چې په هېواد کې د يو خپلواک اسلامي حکومت او شرعي نظام، د هېواد او ملت د حريت لپاره مبارزه کوي د دې خاوري اصلي بچيان، رښتوني وارثان او اسلامي امارت د ملت انتخاب دی.

کوم خلک چې بيا هم د مزدوري ادارې اړخ نېسي ليږ دي سترګي وغړوي، بيا دې پټي کړي او فکر دي وکړي چې داسي ده او که څنګه؟! باوري يو چې پايله به يې هو! وي، نو را دې شي د پرديو يرغلګرو او د هغو د لاسپوڅو پر وړاندې دې ودرېږي او مبارزه دي وکړي ترڅو په هېواد کې مو اسلامي نظام حاکم او د هېواد ټول وګړو ته دلته د ارام ژوند حق ترلاسه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close