د آزادۍ ګټونکي – اسدالله نیازی

اسدالله نیازی

 

زموږ کلا د غرونو شا ته

د ډبرو یې دي ورونه

دنګ زلمي یې کوربانه

د پولادو یې هډونه

 

د څپلیو یې شغا وي

لکه باد په سړي تېر شي

چې درواړوي سرې سترګې

د نیکه نوم به دې هېر شي

 

چې د غرونو شا ته اوسي

څوک همزولي څوک مشران دي

ارت ګڼ ګڼ کمیسونه

ته به وایې تور بازان دي

 

چې د ننګ تورې ډګر ته

په تکبیر، نغاره ووځي

په غاصب یې وي مور بوره

چې په هره لاره ووځي

 

ځکه

آزادي د تن په وینو

په مېړو ساتله کیږي

آزادي نه راوریږي

آزادي ګټله کیږي

 

— ۲۰۰۱

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close