په کورنۍ کې اصلاح څنګه راتلای شي؟

عبدالله عزام

لاندې چې څه درته لیکم، ټولي داسي خبري دي چې د ټولني، معاشرت او کورنیو چارو او اخلاقي چلند اړوند دي. یوه خوشاله کورنۍ څنګه په وجود کې راتللای شي. باور وکړئ ډېري داسي کورنۍ شته چې د شپې خاوند او مېرمن له یو بل څخه خفه او یو بل تا شا اړولي ویديږي، او بیا ټوله ورځ مېرمن هم په کور کې خفه او خاوند پر بیابان ترینګلی ګرځي او د ژوند خوند یې پیکه وي.

زه په دعوه سره وایم که خاوند ماښام له پرېوتلو مخکي مېرمن په مینه پر تندي ښکل کړي، نو هغه به مسکۍ او په خوشالي سره په ژور خوب ویده شي. د مېرمني پر تندي په ښکلولو سره د هغې په زړه کې د خاوند سره عقیدت پیدا کیږي، مېرمن د بدن په هر هر رګ کې د خوښۍ او سکون احساس کوي، ځان بې خوفه محسوسوي، ځان په خوندي لاسونو کې مومي او ځان تر ټولو بډایه مېرمن ورته ایسي.

مېرمن که هر څومره غصه وي، هر رنګه جګړه په کور کې شوې وي، پر تندي یو ځل ښکلول مېرمن سر تر نوکه څنډي او په داسي وخت کې ځیني مېرمني خو د خاوند په داسي عمل له خوښیه وژاړي.

همداراز که کوم لوري ته په سفر روان یې نو د رخصتۍ پر مهال مېرمن په محبت او اخلاص سره غیږ کې درټینګه کړه او پر تندي یې ښکل کړه، له داسي کولو وروسته چې ته هرڅومره وخت له مېرمني څخه لري اوسې، مېرمن به دي په کور کې په اطمینان سره اوسي، موسکیږي به او ستا د آخري چلند په وریادېدلو سره به هره لمحه د ګل په څیر غوړیږي او تازه کیږي.

همداراز پر ځان لازمه کړئ چې خواړه د مېرمني سره وخورئ، که ګډه کورنۍ وي نو خواړه د مور، پلار او وروڼو سره وخوره خو یوه پیاله چایي هرومرو د مېرمني سره وچیښه. که داسي وکړئ نو باور مو وشه چې داسي وخت به هم راشي چې که ته کوم ځای مصروف یې نو مېرمن به دي نهاره ویده شي خو له تا پرته به یوه ګوله ډوډۍ ونخوري او دا د خاوند او مېرمني تر منځ د محبت یو ښه دلیل دی. د خواړو خوړلو پر مهال په خپل لاس یوه یا دوې ګولې مېرمني ته ورکړئ دا رنګه د خاوند او مېرمني تر منځ اُنس پیدا کیږي، او که مېرمن ناراضه وي نو د ناراضګۍ او خفګان په لري کولو کې بې اندازې مرستندوی ثابتیږي او د دواړو تر منځ محبت ته ځواک وربخښي.

د خوراک پر مهال په دوو الفاظو سره د مېرمني د لاس د جوړو شوو خواړو ستاینه وکړئ، دا د مېرمني حق دی. په دې سره په مېرمن کې حوصله پیدا کیږي. دا درې څلور خبري دي چې پرې په عمل کولو سره ژوند ښکلا مومي. خلګ وایي چې مهاجره! خبري خو ښکلي دي مګر په عملي توګه دا کار مشکل دی. جنابه ! کوم مشکل دی د دې خبرو په عملي کولو کې؟

نه پرې زمونږ پیسې مصرفيږي او نه مو وخت ضائع کیږي او نه هم کوم بل مشکل پیښیږي. صاحبه! که ژوند د ژوند په څیر تېروې نو ښایسته کول غواړي. ښه ژوند په بازار کې نه موندل کیږي، خپله جوړول غواړي. په یو روایت کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د اوبو چیښلو پر مهال د لوښي پر هغه ځای خپله خوله مبارکه کښېښودل چیري چې به یې مېرمني حضرت عائشه ام المؤمنین رضي الله تعالی عنها خپلي شونډي ایښي وې.

محترمه! که د دې نړۍ ټول عزتونه سره راغونډ کړای شي نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر څپلیو مبارکو د لګېدلي ګرځ اندازې ته نشي رسېدلی. لږ فکر وکړئ چې د دواړو جهانونو د سردار د خپلي مېرمني سره څنګه چلند او معامله وه. که مونږ دغه روایتونه ولولو نو د عمل توفیق به ومومو، خو مونږ ته له دفتري کار، ملګرو، موبایل او دکاندارۍ څخه فرصت حاصل نه دی. خپله خاني پرېږدئ او په ژوند کې د دغو اعمالو راوستل ډېر ضرور دي تر څو مو د مېرمني سره ژوند یو خوشاله او په زړه پوري ژوند وي. کنه په دنیا کې په ملیاردونو خلګ ژوند تېروي، ته به یې هم تېر کړې څه فرق یې دی. زه اکثره وایم چې ژوند تېرول نه وي بلکي کول وي، مونږ باید په خپلو کورونو کې ښه چلند وکړو، مونږ اشرف المخلوقات ګرځول شوي یو کنه جنسي خواهش حیوان هم پوره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close