ښځه د حجاب په قید کې ولي؟

ابو بکر مهاجر

عبدالرحیم کیسه راته کول چې د امریکا د متحده ایالتونو په یوه الوتکه کې ناست وم، ها خوا سیټ کې یوه مېرمن په حجاب کې ناست ده او کتاب لولي. پر څنګ ورسره ناست یو لیبرل فکره سړي سر ورته راکوږ کړ او پوښتنه یې ترې وکړه چې ونیسه چې لږ خبري وکړو، خلګ وایي چې داسي سفر ډېر اسانه کیږي.

مېرمني له کتاب څخه سترګي پورته او د نوموړي لوري ته یې وکتل او ویې ویل: هو! سفر خو لنډیږي، مګر ته پر کومه موضوع خبري کول غواړې؟

سړي ورته وویل: مونږ خبره کولای شو چې اسلام مېرمن د پردې په قید کې ولي ساتي؟ یا داچې اسلام مېرمني ته په وراثت کې ولي دومره حق نه ورکوي څومره چې یې نارینه ته ورکړی دی؟

مېرمني په لیوالتیا سره ورته وویل: هرومرو به خبره وکړو، مګر لومړی باید ته زما یو سوال ځواب کړې.

سړي وویل: هغه کوم سوال دی؟

مېرمني وویل:غوا، آس او بزه درې واړه یو ډول خوراک کوي یعني ګیا خوري مګر غوایې خوسايي کوي، آس چکر کوي او بزه پچي کوي، د دې لامل څه دی؟

د سوال په اورېدلو سره د سړي دماغ تاوو وخوړ او په وارخطایي سره وویل: په دې خو زه نه پوهېږم.

مېرمني ورته وویل: آیا ته پوهېږې چې ته د الله تعالی پر جوړو کړو قوانینو پرده، وراثت، حلال او حرام باندې د خبرو کولو اهل یې… سره د دې چې خبر د حیوانانو په مردارۍ هم نه یې.

دا یې وویل او مېرمن بیرته د خپل کتاب لورته متوجه شول. په داسي ځواب اورېدلو سره زما د خوښۍ انتهاء نه وه او له اسلامي اقدار و او حجاب څخه یې په داسي ډول دفاع وکړه چې سوال کونکی د سفر تر پایه یخی ناست ؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close