کرېکټ: مس عینک لوبډلې بوست ساتونکو ته ماتې ورکړه

عزم (سه‌شنبه، ۱۶تله، ۱۳۹۸ل): د شپږیزې لیګ په دویمه لوبه کې مس عینک اتلانو د بوست ساتونکو لوبډلې ته د ۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۳۷، طارق ستانکزي ۲۵ او رحمان الله ګُربز ۱۸ منډې وکړې.

د بوست ساتونکو له لوري وقار الله اسحاق ۲، نصرت الله، ضيا الرحمن، ګلبدين نايب او قېس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د بوست ساتونکو لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۳ منډې وکړې، چې حشمت الله شهيدي ۴۰، برينډن ټيلر ۳۶ او خېبر عمر ۳۱ منډې وکړې او له مس عینک اتلانو یې د ۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د مسک عینک اتلانو په توپ اچوونه کې یمین احمدزي ۴، محمد نبي ۳، نوین الحق او نور احمد ۱ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يمين احمدزي ته ورکړل شوه، چې ۴ مهمې ويکټې يې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې نن ماسپښين دوه بجې د شپږيزې کرېکټ ليګ په درېیمه سيالۍ کې د امو نهنګان او سپين غر زمریان لوبډلې مخ کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close