مسیر: اوسنی حکومت پر افغان ولس عذاب دی

عزم (سه‌شنبه، ۱۶تله، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې خپله نننۍ سرلیکنه د ګډ حکومت خپلمنځي لانجو ته ځانګړې کړې ده. مسیر«د حکومت خپلمنځي لانجې او زموږ راتلونکی» تر سرلیک لاندې لیکي، ګډ حکومت په وړو، وړو مسئایلو کې اخته دی، خو لویو مسئلو ته یې هېڅ پام نه کېږي.

«د ارګ لخوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له کاره ګوښه اعلان شوی، خو نوموړی لا هم کار ته دوام ورکوي او وايي چې ارګ یې د ګوښه کولو صلاحیت نه لري. نوموړی وايي چې د ملي یووالي حکومت د یوې هوکړې پر اساس جوړ شوی دی، نو ځکه دی پر خپله دنده پاتې کېږي او کار ته دوام ورکوي. ارګ وروسته له هغې د صبغت الله احمدي د ګوښه کولو اعلان وکړ، چې نوموړي پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر هرکلی وکړ. ارګ دا سفر وغانده او بیا یې د صبغت الله احمدي څرګندونې د ده شخصي نظر وګاڼه. د ارګ لخوا د نوموړي له ګوښه کولو وروسته اجرایه رییس ډاکټر عبدالله وویل چې ښاغلي احمدي د حکومت دریځ بیان کړی او هغه به د پخوا په شان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وي.»

ورځپاڼه لیکي، دا ډول لانجې اوسنۍ نه دي، د ګډ حکومت له جوړښت راهیسې دواړه د یو بل فرمانونه ردوي او دغه خبرې پټې هم نه پاتې کېږي، بلکې دواړه یې رسنیزې کوي هم.

«په ملي یووالي حکومت کې دا ډول لانجې اوسنۍ نه دي، خو په دومره ټیټه کچه او د یوه ویاند په تړاو دا ډول لانجه مخینه نه لري. اوس چې ټاکنې شوې او دواړه لوري د بریا ادعا کوي، دغه ډول دریځونه به ستونزې لا زیاتې کړي. که څه هم له حقوقي اړخه ولسمشر حق لري یو څوک له دندې لرې کړي، خو له دې امله چې حکومت د اساسي قانون پر اساس نه، بلکې د یوې هوکړې پر اساس دی، ستونزه رامنځ ته شوې ده او د ولسمشر صلاحیتونه نه اعمالېږي. تر دې وړاندې لانجو کې هم ولسمشر کم توانېدلی چې خپله پرېکړه عملي کړي. د بېلګې په ډول، ولسمشر ونه توانېد چې د اوبو او برېښنا لپاره ګومارل شوی سرپرست تیمور شاران پر څوکۍ کېښنوي. دغه راز په نورو برخو کې هم ستونزې شته، خو ځینې دا ډول ستونزې په منځګړیتوب او درېیمه لار حل شوې چې د بهرنیو چارو وزارت د یوې مرستیالې ګومارنه یادولی شو.»

مسیر لیکي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي او د دویم پړاو ټاکنې سږ کال شونې نه دي، ځکه ورځ تر بلې ساړه ډېرېږي او افغان ولس به تر راتلونکې کال پورې دغه عذاب پر ځانونو مني.

«اوس وېره دا ده چې ټاکنې به دویم پړاو ته ځي. دویم پړاو ټاکنې د ژمي او یخنۍ له امله سږ کال شونې نه دي، نو ځکه به بل کال ته ځي. اوس که ټاکنې بل کال ته پاتې کېږي او دلته ولسمشر او اجرایه رییس په داسې وړو او بې مانا مسایلو کې سره لاس او ګریوان وي، نو موږ خورا ناوړه حالت ته روان یو. تر راتلونکي کال پورې به زموږ حکومت لا له زیاتې داخلي ګډوډۍ، لانجو او ناقانونۍ سره مخ وي. د دې ټولو ستونزو او لانجو زیان به افغانستان او افغان ولس ته اوړي. ستونزه هغه وخت نوره هم خطرناکه ښکاري چې کله موږ د سولې د خبرو د بیا پیل، موافقې او لویو مسایلو په اړه فکر کوو. که امریکا له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي او دلته موږ پر خپلمنځي لانجو اخته، لوېدلی او شرمېدلی حکومت ولرو، نو نه یوازې دا چې د سولې په خبرو کې به زموږ سترې ګټې خوندي نه شي، بلکې دا خبرې او سیاسي حل موږ ته پر یو بل ستر بحران بدلېدلی شي. له همدې امله پکار ده چې افغان سیاستوال او ولس د ملي یووالي حکومت په نامه له دغه عذاب څخه نور ځان خلاص کړي او له یوې بلې لارې د افغانانو یو نماینده حکومت جوړ کړي، څو هم اوسنۍ ستونزې حل کړي او هم د سولې په چاره کې زموږ ښه استازیتوب وکړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close