اروپا فېسبوک ته د ډیجیټل سکې لیبرا په اړه خبرداری ورکړی

د اروپایې اتحادیې کمېسیون له فېسبوکه غوښتي چې د نړیوالو بازارونو مالي ثبات، شخصي حریم او امنیت ته د دې شرکت د ډیجیټل سکې، لیبرا، د احتمالي ګواښونو په اړه دې د دوی ځینو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

اروپايي کمېسیون همداراز د لیبرا د راوتلو په صورت کې د ترهګرۍ او د پیسو وینځلو قانون په پلي کولو کې د فېسبوک پر توان او صلاحیت شک ښکاره کړی دی.

د یادونې وړ ده، اروپايي اتحادیه هڅه کوي چې د فېسبوک د ډیجیټل پیسو لیبرا کارېدل تر خپل کنټرول لاندې راولي، او د فېسبوک لخوا د اتحادیې د لارښوونو نه منلو په صورت کې پر دې سکو په اروپايي هېوادونو کې بندیز ولګوي.

د فرانسې په شمول ځینو نورو اروپايي هېوادونو سر له اوسه د لیبرا سکې له کارول کېدو سره مخالفت ښکاره کړی دی. څه موده وړاندې د اروپا مرکزي بانک خبرداری ورکړی و چې فېسبوک باید په اروپايي هېوادونو کې د لیبرا د استفادې لپاره زیات لوړ معیارونه په پام کې ونیسي.

س: فایننشل ټایمز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close