’تر نیمايي زیات افغانان له رواني ناروغیو کړيږي، خو حکومت یې مرسته کې ناکام دی‘

عزم (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸): د بشري حقونو د څار اداره وايي چې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي په ذهني ناروغیو اخته دي، خو حکومت یې د تداوي او روغتیايي ملاتړ په برخه کې ناکامه دی.

ایچ آر ډبلیو نن دوشنبه په خپل یوه راپور کې ویلي، د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس د جګړو له کبله د خواشینۍ، اضطراب او خفګان په شمول له ګڼ شمېر رواني او فیزیکي ناروغیو کړيږي.

خو د حکومتي اسنادو له مخې، تر لس سلنه هم کم یې د حکومت له لوري رواني ملاتړ ترلاسه کوي. حکومت د کس په سر د کال یوازې ۷ امریکايي ډالره په روغتیايي خدماتو لګوي – په ۲۰۰۱ز کال کې د ملګرو ملتونو د ماکرو اکنامیک او روغتیا کمېسیون د کس پر سر له ۳۰ تر ۴۰ امریکايي ډالر د روغتیايي خدماتو لپاره مناسب بللي و.

د ایچ آر ډبلیو په خبره، د افغانستان د کلیوالو سیمو اوسېدونکي، چې د هېواد نږدې ۷۵ سلنه نفوس تشکیلوي، په ځانګړي ډول د جګړې له امله اغېزمن شوي دي.

”د افغانستان په سترو سیمو کې د جګړې، د کمزوري روغتیايي نظام او د تجربه کارو روغتیايي او ټولنیزو کارمندانو د نه شتون له امله د رواني روغتیا خدمتونه د هېواد د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولای“.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په کابل حکومت او نړیوالو ډونرانو باندې غږ کړی چې د روغتیايي خدمات پراخ کړي.

په ۲۰۱۸ز کال کې د اروپايي اتحادیې یوې سروې موندلې وه چې د یو څلوېښت کلنې جګړې له امله د افغانستان ۸۵ سلنه وګړو لږترلږه یوه ځوروونکې پېښه لیدلې او یا هم تجربه کړې ده.

په سروې کې پوښتل شوي نیمايي کسان له رواني ناارامۍ سره مخ شوي وو. په سروې کې همداراز ویل شوي و چې په هرو پنځو افغانانو کې یو یې د رواني روغتیايي ستونزو له امله ژوند کې له مشکلاتو سره مخ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close