۷ اکتوبر د امتحان ورځ

 

نصیب ځدراڼ

پلار مې راډیو ته غوږ نیولی ناست ؤ، هره ورځ د بمبار خبرونه وو. کندز کې طالبان محاصره دي، جنګي کلا کې په بندیانو بمبار وشو،طالبان د یوه تړون نه وروسته دوستم ونیول او امریکایانو ته یې وسپارل. کرزي به راډیو ته زنګ و واهه او ځان به یې یو څوک ور معارفي کولو، ګل اغا شیرزي په کندهار کې د امریکایانو سره یو ځای د طالبانو په ضد سنګر نیولی ؤ.

پکتیا کې باچا خان ځدراڼ یوه مرکه کې وویل چې د امریکایانو دوښمن زما دوښمن دی،یو چا ورته ویلي وو چې دلته بمباریو کې ډیر خلک وژل کیږي، ټول خلک تاته ګوته نیسي،ده ځواب ورکړی و چې دا خلک دي د خپلو مړو لیسټ جوړ کړي د ټولو بدي زه په غاړه اخلم، یانې په امریکایانو یې دومره کلک باور ؤ. جلال آباد او کونړ طرفته د حضرت علي نوم ډیر اوریدل کیده، خلکو ویل چې د طالبانو د شهادت وروسته د هغو څپلۍ او واسکټونه هم نه ور پریږدي.

هره خوا چُور ګډ ؤ،د خلکو ذهنونه تر دې اندازې بدل شوي وو، زما یو شناخته دی،ویل یې د کابل موسهي ولسوالۍ کشلاغ کلي سره نږدي طالبانو ته خلک ناست وو ، چې اسلحه او موټر ترې یوسو ، خو طالبان نه راغلل، خلک په دي تمه وو چې چیرته د طالبانو د دولت موټر، اسلحه، دفتري سامان او هر شی په لاس ورشي چُور کوي به یې او ډیر ځایه داسې وهم شول.

د امریکایانو ویره وه،که د دوی د طاقت رعب ؤ،د روسانو په خلاف د جهاد یو تکړه مجاهد یوه مجلس کې لګیا ؤ، وایې د روسانو سره هر څه کیدل د امریکایانو سره جنګ لیونتوب دی،داسې ټیکنالوژي لري چې ټوپک دي په لاس کې وسوځوي، مرمۍ انفجار وکړي نو څه ورسره کوي؟

یوه بل کلیوال مو ویل چې بُش ویلي چې طالبان به وژنو یا به یې ژوندي نیسو،ښه به دا وي چې له طالبانو لیرې وګرځو. دوی خوهسې هم ختموي؛ خو موږ هم ورسره خرابوي.

په داسې حالاتو کې که یو طرف خلک خفه وو، یو نظام نړیدو هغه نظام چې دوی یې له پاټکیانو او لوټ مارانو څخه په امن کړي وو، چیرته چې د دوی فیصلې په انصاف کیدې،هغه نظام چې دوی ته یې دا اطمینان ورکولو چې د لمانځه پر وخت دي صراف په پیسو څادر راکش کړي او زرګر دي د دوکان دروازه خلاصه پریږدي، اختطاف، غله، بدکاري او فحاشي یې ختمه کړي وه.خو بل طرف یو ډله په دې تنه خوشحال وو، چې امریکایان راغلل له وطن نه به مو اروپا جوړه شي،دلته به وظیفې وي، روغتون، پوهنتون او فابریکې به جوړې شي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خپلو عسکرو ته د شاتګ او بیا د چریکي جنګ امر کړی ؤ، د امریکایانو د یرغل اولین وختونه وو،یو طالب چې وروسته بندي شو او درې کاله یې د کیوبا جیل تېر کړ ویل به یې موږ به ګردیز کې په امریکایانو بریدونه کول، بیا به غرو ته راغلو، خلکو به ویل دا مو څه په لیونتوب سر دی؟امریکانو باندي به دا بریدونه څه اثر وکړي؟

نن چې هغه ورځ رایاده کړم نور مې هیڅ ذهن ته نه راځي،یو د ایمان او غیرت امتحان ؤ، په دې امتحان کې د افغانانو ودونه، جنازې بمبار شوي، مدرسې او روغتونونه بمبار شول، طالب، عالم، محصل ،طبیب،تجاران شهیدان شول.

اوس مې په دي سر خلاص شو چې د امریکایانو برید په طالب نه په ټول افغان ملت وو،څو ورځې مخکې د زابل یو مجاهد سیف الرحمن په سمنګان کې شهید،دي تر ټولو کشر وو او له دا مخکې یې ټول اته ورورڼه شهیدان وو،کله د طالب سر جنګ وی خو له کلي به یو یا دوه شهیدان کیدل،دلته له هر دویم کور یو دوه یا درې تنه شهیدان دي،میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ یوه سپین ږیري د خپل څلورم زوی په جنازه کې د هغه اسلحه پنځم زوی ته ور وسپارله.تر دې لوی جرئت به څه وي چې د حمزه به نوم یو طالب وایې چې سیاف ویلي چې یو څو طالبان د کابل په کوم څلور لاري کې اعدام کړئ نور به عبرت ترېواخلي،نو زه وایم ستاسي په لاس اعدام به سخت وي که له خپله ځانه په خپله بارود تړل او انفجار ورکول؟ او ورسته یې هغسې وکړل او شهید شو.

که یوازې له طالب سره جنګ وای؛ نو امریکایانو به ویل چې طالبان شل زره جنګیالي لري، خو د یرغل اتلس کاله پوره شول یواځې باګرام او پلچرخي کې نږدي څلویښت زره افغانان بندیان دي، که طالب د شلو زرو خلکو ډله وای ؛ نو تر دې خو دوه چنده زندانونو کې دي هغه څوک دي؟ تر دې درې چنده به شهیدان شوي وي او د ټول افغانستان ۷۰ سلنه خاوره داسې ځای بلل کیږي چې دولت حاکمیت ورباندي بایللی هغه بیا څوک ساتي؟

پرته له شکه د طالبانو په ضد قوي تبلیغات وشول، د نورو هیوادو ټاپې ورباندي سریښ شوې،د دولتي مفتیانو څخه فتوي ورته راوړل شوې.خو تاریخ څوک بې انتقامه نه پریږدي،په جنګ کې ډیر خلک د امریکایانو تر څنګ په امنیتي ځواکونو کې و وژل شول،جنازو ته یې ملایان نه پیدا کیدل،نه یې څوک فاتحو ته ورتلل،نه یې چیرته یو یادګاري څلی جوړ شو. خو تر اوسه چې څوک د یرغلګرو په ضد جنګیږي، په سختو مشکلاتو کې هم خلک د هغوئ جنازو ته ځان را رسوي،یوه بیلګه یې په لغمان کې د شهید صفی الله جنازه وه چا چې په کندهار کې دولس امریکایان وژلي و.که تاسې چیرته د ښارونو اطرافو ته لاړ شئ سلګونه ځایه به بیرغونه او د شهیدانو یادګاري څلي و وینئ کوم چې د طالبانو د شهادت پر ځایونو جوړ دي.

اتلس کلن یرغل غمونه او زخمونه راکړل، خو بل درس یې هم راکړ، چې دا یرغل یواځې په طالبانو نه په افغان ملت ؤ،او افغان ملت په دې امتحان کې بریالی شو، هغه خلک یې رد کړل چې دوی ته یې خیالي پلاؤنه پخول، نه یې روغتون ولید،نه فابریکه او نه پوهنتون،خو د ملا محمد عمر مجاهد عسکرو بریالی امتحان ورکړ، هغه چې دوی یې د نړۍ له مخې ورکول،اوس هغه ملا بردار، ملا فاضل،ملا خیر الله او محمد نبي عمري ته د مذاکراتو په میز ورته ناست دي د بېرته تګ لار ترې غواړي.

په یویشتمه پیړۍ کې نړۍ بیا د الله د نصرت او د قربانیو د ثمرې ننداره وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close