له امریکایي یرغل وروسته دلته څه تېر شول؟

ابوبکر مهاجر

نن ۷ اکتوبر پر افغانستان د صلیبي اشغالګرو د یرغل ورځ ده. د هیواد په تاریخ کې دا په ريښتیاني ډول یوه توره ورځ ده. ځکه چې له همدې څخه په دې هیواد کې د ډېرو بدمرغیو دروازې خلاصي شوې او په لکونو انسانان له ژوند څخه بې برخي کړای شول.

که وویل شي چې دا د افغانانو لپاره یو ستر ازمویښت ؤ نو هم پر ځای خبره ده. ځکه چې د یرغل سره سم خلګ پر دوو ډلو ووېشل شول. ځیني د امریکا له لاپو څخه مرعوب شول، هغه یې د خپل خیر او شر دیوتا وبلل، د هغې خبره یې نه بدلېدونکی نص قاطع وباله، د خپل رزق دروازه یې په واشنګټن کې ولیدل او خپله فناء او بقاء یې د امریکا د لاس مرهون منت وبلل. نتیجه یې داشوه چې د امریکا سره یې په هر څه کې د اثبات سره وخوځاوه او پر خپلو افغانانو یې د جاسوسۍ، پردي پالۍ، ترهګرۍ او قدامت ټاپې سریښ کړې. امریکا وویل چې طالب ترهګر دی، دوی ورسره درې ځله سر وخوځاوه چې پرون لا ترهګر ؤ. امریکا وویل چې ملا قدامت خوښونکی دی، دوی ورسره د سرونو په خوځولو مغزي ودردول او ویل یې چې باداره! له ډېره وخت ملا همداسي دی، باید اوس عصرانیت، موډرنیزم او ډیموکراسیزم وي. امریکا وویل چې د ډیموکراسۍ پر وړاندې خنډ طالب، مدرسه او جومات دی، دوی وویل چې جناب اعلی! مونږ یې درسره په له منځه وړلو کې کوم ډول مرسته ترسره کړو؟

دا چې کفر تل پر خپلو چاپلوسانو باور نه دی کړی او د خپل ملت سره د خیانت کولو له لومړۍ ورځي یې هغوی ته د غدر په سترګه کتلي، نو هغوی ته د ډالرو ویالې وبیولې چې ښه یې ضمیر او وجدان تر واک او سیطره لاندې واخیستل شي او تر احسان یي دومره لاندې شي چې که یې صبا خور او مېرمن بې عزته کوم نو هم راونه کتلای شي. خو دې ډېموکراسۍ ته پر یوه پښه څرخېدونکو ته یو نوی نوم هم پکار ؤ تر څو پرې د تور لاس نیولو ځای پاتي نشي نو دوی یې د وطن اصلي مدافعین؟! او اصلي مدافعین یې پردي پال وبلل. له دې لیبل وروسته د پردیپالو د ځپلو تر عنوان لاندې وهل، ټکول، وژل، زنداني کول، شکنجه کول، ربړول او توهینول پیل کړل. د زرګونو افغانانو کورونه یې ړنګ او زرګوني میندي یې بوري کړې. تور سري یې کونډي او ماشومان یې یتیمان کړل. له صلیبي یرغلګرو څخه یې دومره قساوت اخذ کړ چې پر خپل ولس یې د چرګ په اندازه رحم هم نه راځي او د قربانۍ د پسونو په څیر یې ذبح کړل.

دې خلګو نه یوازي دلته عام وژني او نور ظلمونه وکړل، بلکي له غلا، چور، تالان، غصب او شکولو څخه یې هم هیڅ پرهیز ونه کړ. د دې ترڅنګ خپل حریم ته هم غله او د مسلمانانو د بې پته کولو بازار یې هم ګرم وساته. دوی افغانان دوه ځایه حلال کړل، له یوه لوري یې د هغوی د وژني او لوټني لړۍ اتلس کاله جاري وساتل، له بل لوري یې هغوی ته د ماډرنیزم او پرمختللیزم په نامه مصنوعي جنتونه جوړ کړل او له اخلاقي او فرهنګي پلوه یې بربنډ کړل.

او ځیني نور بیا له پورتنۍ ډلي څخه ۱۸۰ درجې بیل او جلا مفکوره یې لرل. هغوی د امریکا ټولي اوتي بوتي لاپي وبللې، د داړه مار ښامار په خوله کې د لاس ننه ایستلو خطره یې پر ځان ومنل، د امریکا له زور او زر څخه قدرې مرعوب نه شول. هغه یې د وخت فرعون او ځانونه یې ورته موسی فرض کړل او پر دې یې راسخ باور وکړ چې د فرعون په مقابل کې به د موسی مرسته د الله تعالی له لوري کیږي. د هغوی مادیاتو، ټانګ، توپ او طیارې ته هیڅ اندېښمن او وارخطا نشول. هیڅ ډول اختارونو یې په عقیده کې تزلزل او په تګلاره کې انحراف پیدا نه کړ.

په تش لاس یې د نیمي نړۍ مقابلې ته ملا وتړل، مرګ یې قبول کړ، زخمونه یې پر ځان ومنل، زندان یې د عقیدې او فکر روزنتون او مدرسه وباله، ربړونو او شکنجو یې په ایمان کې روحاني قوت پو کړ، د دینې اصولو په رڼا کې یې شهادت د عزت اعلی مراتبو ته د ارتقاء سبب او د خپل رب دیدار ته لنډه لاره وبلل او د دښمن مقابله یې په داسي شان وکړه چې د اوس هغو څو یبلو پښو او لوڅ سرو په کوربه توب او مېلمستیا کولو سره نړۍ وال هسکه غاړه ګوري.

هغوی نه یوازي د خپلي مبارزې لورته خپل پام مبذول کړ، بلکي د ولس درد یې هم په زړه کې ځای درلود او په هر ممکنه ډول او په بې سر وسامانۍ کې یې دهغوی لاس نیوی وکړ. د ولس په منځ او زړه کې یې ځان ته ځای جوړ کړ، نه یوازي د ولس بلکي د نړۍ د مسلمانانو او د اسلامي برم د راګرځولو سترګي د دوی په لور کږي دي. هغه څوک چې په غره کې یې ځای نه درلود، نن ۷۰ سلنه هیواد تشکیلوي او نړۍ هم په بره او هم په اوږده ګزوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close