کرېکټ: کابل بازانو لوبډلې بند امیر لوبدلې ته ماتې ورکړه

عزم (دوشنبه، ۱۵تله، ۱۳۹۸ل): د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې کرېکټ ليګ په لومړۍ لوبه کې د تېر پړاو اتلې بند امير ښامارانو لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپير ماته ورکړه او د سياليو پيل يې له بريا څخه وکړ.
د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

کابل بازانو لوبډلې چټکه توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې او بند امیر لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف ورکړ.

د کابل بازانو لپاره اصغر افغان ۹۲، سمیع الله شینواري ۴۱، حضرت الله ځاځي ۳۴ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري مجيب الرحمن، فريد احمد، باطن شاه او فطرت الله خاورې ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د بند امیر لپاره په توپ وهنه کې باطن شاه ۴۳ ناسوځېدلې، حیات الله ۴۱ ناسوځېدلې، شوکت زمان ۲۵، جاوېد احمدي ۲۳ او افسر ځاځي ۱۶ منډې وکړې او کابل بازانو ته یې د ۳۵ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې او په ۳۵ منډو يې لوبه وبايلله.

د کابل بازانو په توپ اچوونکو کې امیر حمزه هوتک ۲، کریم جنت، سمیع الله شینواري او وقار سلام‌خېل ۱ـ ۱ لوبغاړی وسوځآوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اصغر افغان ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې د ۹۲ منډې کړې وې.

د بند امير ښاماران به په خپله راروانه لوبه کې د اکټوبر په نهمه نېټه سهار ۹:۳۰ بجې له مس عينک اتلانو سره مخ کېږي، همدا راز د کابل بازان به په خپله راروانه لوبه کې د اکتوبر په نهمه نېټه ماسپښين ۲ بجې د سپين غر زمريانو سره مخ کېږي.

د يادولو ده چې سبا د اکټوبر په ۸مه نېټه د مس عينک اتلانو او بوست ساتونکو ترمنځ سهار ۹:۳۰ بجې او د سپين غر زمريانو او امو نهنګانو ترمنځ ماسپښين ۲ بجې لوبې ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close