پر افغانستان د امريکايي يرغل د ۱۸ مې کلیزې په مناسبت د هیواد له پخواني لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواري سره د عزم ځانګړې مرکه

د اکتوبر د ۷ په هکله د عزم ځانګړې مرکه

نن د اکتوبر ۷ مه نیټه ده اتلس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د همدې میاشتې پر دغه نیټه امریکایي ځواکونو د خپلو ناټو متحدینو سره یوځای پر افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان خپلواک، ملي او اسلامي حکومت یې وپرزاوو.
تر امریکایي یرغل میاشت وروسته د جرمني په بن ښار کې یوه غونډه دائره او د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د اوسنۍ ادارې بنسټ کیښوودل شو؛ بنأً پر همدې او ورسره تړلو موضوعاتو مو د عدلیې وزارت له پخواني مرستیال او لوی څارنوال مولنا جلال الدین شینواري سره مرکه کړې چې تاسو یې لوستلو ته رابولو

محترم شینواری صاحب ښه راغلاست!

شاوخوا اتلس کاله وړاندې د اکتوبر پر اوومه نیټه امریکایي الوتکو د افغانستان پر فضاء یرغل وکړ او یو بشپړ ملي او اسلامي حکومت یې ونړاوو، ستاسو په آند د دې یرغل لاملونه څه کیدلای شي او امریکا په سیمه کې کومې موخې درلودې چې د ترلاسه کولو په موخه یې د یوه خپلواک هیواد پر حریم تیری وکړ ؟

بسم الله الرحمن الرحیم

ستاسو د سوال په ځواب کې به دومره و وایم چې یقینا اتلس کاله وړاندې امریکایانو چې په افغانستان یرغل وکړ داسې مهال وو چې په افغانستان کې یو ملي اسلامي امارت حاکم وو دلته یو نظام وو او ۹۹ فیصده خاوره د افغانستان د دغه نظام تر تسلط لاندې وه، درې هیوادونو په رسمیت پیژندلی وو.
اما امریکایانو په دغه یو مشروع نظام، په یو قانوني نظام برید وکړ او بالاخره هغه یې رانسکور کړ.
له دوی سره کومې بهانې او کوم لاملونه چې مطرح وو هغه په حقیقت کې واقعي او حقیقي لاملونه نه وو بلکې هسې بهانې وې د افغانستان د یو مشروع نظام د راپرزولو لپاره، د دوی لویه بهانه او لوی لامل یې اسامه ښودلو، اما په داسې حال کې چې مونږ ته وروسته ثابته شوله او په هغه وخت کې هم ثابته شوې وه چې په ډیرو هیوادونو کې لکه سوریه، عراق، افغانستان او داسې نورو هیوادونو کې امریکایان خپل اهداف د استخباراتی اطلاعاتو په بنا داسې له منځه وړي چې خطایی هم نه پکې راځي، نو که دوی اسامه سره مشکل درلود هغه د افغانستان د ولایاتو خاصکر کابل او کندهار په مابین کې تګ راتګ درلود، نو که دوی د اسامه وژل غوښتل هغه مهال یې ډیر په اسانه کولی شول چې په نښه یې کړي او له منځه یې یوسي، خو دوی دا کار نه کولو فقط هدف یې دا وو چې اسلامي امارت راوپرځوي.

۲_ آیا امریکایان په تیرو اتلسو کلونو کې خپلو ستراتیژیکو موخو ته رسیدلي، که ځواب”هو” وي نو په کومو برخو کې؟ او که منفي یې بولئ بیا نو دومره اوږده جګړه پلان شوې وه او که امریکایان یې د سریښو ډنډ کې بند پاتې کړي؟

امریکایان خپلو اهدافو ته په افغانستان ې نه دي رسیدلي د دوی هدف دا وو چې د افغانستان له لارې نه د ګلف حوزې او د شاوخوا دولتونو په اسیا کې د هغه حوزې چې د انرژي یوه ثابته حوزه ده چې تراوسه پورې یې ګوتې نه دي خوړلي او چا لاس هم ندی وروړی په دغو حوزو باندې خصوصا په دغه د انرژي حوزې باندې د امریکایانو حاکمیت راشي تر څو امریکایان وکولی شي چې خپل هغه ستر اقتصادي او نظامي ونه د هغې ریښې د دغې حوزې له لارې خړوبه کړي ځکه چې د امریکایانو دغه سترې نظامي او اقتصادي ونې ته چې د امریکا او د امریکا د هیواد تر عنوان لاندې ده دا انرژي و نه رسیږي نو دا ونه به خامخا پریوزي ځکه چې په نورو هیوادونو کې لکه خلیج هغه انرژیګانې پای ته په رسیدو دي، د دوی ډیر تپ او تلاش دا دی چې د اسیا د انرژي حوزې امنیت دوی وساتي او خپل نظامي او اقتصادي قوت ته ادامه ورکړي نو هغو موخو او اهدافو ته په بین المللي او منطقوي سطحه نه دي رسیدلي، او کوم موخې یې چې د افغانستان د جغرافیې لپاره ټاکلي وو چې د کوکنارو کرکیلې ختمول، د افغانستان لپاره ښه حکومتولي او د تروریزم ختمول دا هغه اهداف دي چې افغانستان، سیمه او جهان یې په رڼو سترګو شاهدان دي چې په دې موخو کې یې یوه هم نده ترلاسه شوې بلکې برعلاوه هغو کې زیاتوالی هم راغلی، ټول افغانستان تقریبا کوکنارو نیولی، د حکومت او نظام نوعیت او اهمیت په جهان کې تثبیت شوی، نړیوالو چې کومه سروې کړې د افغانستان نظام فاسد ترین نظام په جهان کې ښودل شوی د فساد په درجه کې لومړی درجه باندې ښودل شوی چې دا د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري نو امریکایان نه په ملي نه په منطقوي او نه په جهاني سطحه خپلې یوې موخې ته هم نه دي رسیدلي.

۳_ تر یرغل یوه میاشت وروسته د کابل اوسنۍ اداره په بُن کې ترسیم او د اساسي قانون، پوځ او نورو بنسټونو تهداب کیښودل شو، ستاسو په آند آیا دا اداره چې اوس ځان د جګړې یو طرف بولي، رښتیا هم طرف وو، یا دی او که مشران یې ځان له دې ساتي چې راتلونکي کې د ملت له حسابه وژغورل شي او ځان یو رسمي بنسټ ثابت کړي؟

د بن جلسه د افغانستان په تاریخ کې بدنام ترینه غونډه ثبت شوې، چې په دې غونډه کې هغه زورواکي، هغه قاتلان او سفاکان، هغه مختلسین، هغه غاصبین او هغه غله او قطاع الطریق بیا د افغانستان په ولس حاکمان شول چې ماهیت یې ټولې نړۍ او د افغانستان ولس ته معلوم ده.
دا د بن د جلسې نتیجه وه.
په ابتدا د امریکایانو کې د افغانستان ولس ته د امریکایانو لاسته راوړنه دا وه چې غله، قاتلان او قطاع الطریق یې یو ځل بیا د افغانستان پر ولس حاکمان کړل، نو د نتایجو په بنا ویلی شو چې د بن غونډه بد نام ترینه وه د افغانستان په تاریخ کې.
او دا چې د هغه وخت کوم حکومت چې رامنځته شو ځان بې طرفه بولي، قطعا نه!
یو لاسپوڅی نظام یو مزدور، یو غلام نظام رامنځته شو.
د هغوی غلامي او د هغوی مزدوري د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوې هیڅ څوک د هغوی مزدوري ته تغیر نشي ورکولی او نه هغه خلک خپل ماهیت ته تغیر ورکولی شي، نو په دې حساب مونږ دا خبره کولی شو چې د بن له غونډې راوتلی یو نظام نه د افغانستان د ولس نمایندګي کولی شي، نه یې کوله او نه تاریخ دا ورسره تسلیموي.

۴_ امریکایانو مونږ ته څه راوړي او که ولاړل څه به ورسره ولاړ شي؟

افغانستان ته د امریکایانو د راتلو پایلې داوې چې له ځانه سره یې فاسد، قاتل رجال او شخصیتونه، مختلسین، مفسدین، قطاع الطریق خلک پر هیواد حاکم کړل.
لاسته راوړنې یې یواځې فساد وو.
په اداراتو کې فساد دا ډول حاکم شو، ګواکې چې ولس یوه مشروع نظام ته تسلیم شوی وي.
مفسدین پر هیواد واکمن شول،پر کوکنارو هیواد ډک شو او له دې قبیل نه نور مسائل، څه چې یې ارمغان وه ترسره کړل.
له دې پرته یې هیڅ هم لاس ته نه دي راوړي.
خو که لاړل هم به فساد ورسره ختمیږي، هم به مفسدین او نور مجرمین ورسره ختم شي او هم به قاتل او سفاک وګړي ترمحکمې لاندې راشي؛ ان شاءالله امیدوار یو او خدای ج مو دې دا آرمان له خاورو سره نه خاورې کوي.
خدای ج دې پر مونږ بیا دوی« د کابل اوسني چارواکي» نه حاکموي او په دې هیله یو چې دوی به ټول د خپلو کړنو ځواب ورکړي.
د امریکایانو لاسته راوړنې دې خدای ج د هغوی له ایستلو سره یوځای له هیواده ورکې کړي، چې هغه فساد، د مفسدینو حاکمیت دی..

۵_ ولې ځینو داخلي کړیو له امریکایانو ملاتړ وکړ آیا مجبوریت یې لیده که مالي ګټې وې او که د نور لاملونه وو؟

 یقینا ځینو کړیو د امریکایانو له راتګ سره د هغوی ملاتړ وکړ، دا هغه غلام او اجیر عناصر دي چې تاریخ پیژندلي، دوی بې له غلامۍ او اسارت نه په هیواد کې شپې نه شي کولی.
دوی افغان ولس پیژندلي وه چې له سیاسي او اقتصادي هڅو نه یې تجرید او څنډې ته کړي وه.
نږدې وه چې دوی د خپلو اعمالو سزاوو ته ورسیږي.
دوی د ریښتینو مجاهدینو پر وړاندې له دې پرته چې د خپلو بادارانو ډول ته نڅا وکړي بله لار یې نه درلوده.
ونڅیدل او امریکایان یې افغانستان ته د راتګ لپاره وهڅول هغه څه چې امریکا هم دا غوښتل.

۶_ افغانستان کې د امریکایانو ستراتیژیک اغیز په فکري او رسنیزه برخه کې څنګه وو او ستاسو په آند، نوي نسل ته باید له هیواده د ریښتینې دفاع په موخه کوم ډول روزنه ورکول شي.؟

په فکري او رسنیزه برخه کې د امریکایانو ستراتیژیک اغیز خورا زیات وه.
د مختلفو بهرنیو تمویلونکو مؤسساتو لخوا تلویزیونو، رادیوګانو چاپي او آنلاین خپرونو ته پیسې ورکول کیدې، له هغو حمایه او تمویل روان وه او مشخص اهداف ورته ټاکل کیدل تر څو یو لوی یرغل د افغانستان پر فرهنګ، کلتور، معتقداتو او عنعناتو صورت ونیسي.
دا یرغل وشو او اتلس کلونه کیږي لا هم دوام لري چې د بین المللي منابعو او په ځانګړي ډول د امریکایانو لخوا په مالي، فکري او سیاسي توګه حمایه کیږي.
موخه یې داده چې تر څو زمونږ ملي افتخارات او تاریخي ګټې چې په فکري لحاظ مو ترلاسه کړې لمنځه یوسي.
دافغانانو لوی کمال او افتخار دادی چې یو یرغلګر هم نه دی توانیدلی د دوی مقاومت د معتقدات، کلتور او عنعناتو په اړوند لمنځه یوسي بلکې ولس تل له خپلو دې ارزښتونو دفاع کړې او دا د ولسونو لپاره یو ستر افتخار دی.
د امریکایانو موخه داوه چې په چورلیز ډول دا افتخارات له ولسونو واخلي تر څو له افغان ولس سره بیا داسې څه پاتې نه شي چې د هغه لپاره بیا مبارزه وکړي ځکه د قربانۍ ورکولو او مبارزې انګیز به یې ترې اخیستې وه او ځوانان به یې په مزخرفاتو، چټیاتو او نورو فسادونو کې بوخت کړي وه.
که څه هم هلې ځلې په پراخ ډول شوې حتا دا هڅې په دومره پراخه کچه ترسره شوې چې دیوه خاص لباس د ترویج لپاره یې په ښارونو او بازارونو کې ځانګړې نجونې ګمارلې وې چې هغوی به تمویلیدل او معاشونه به ورکول کیدل ترڅو دا لباسونه چې نه اسلامي نه هم افغاني وه، د افغان ښځو او نجونو په منځ کې دود کړي؛ تر دې اندازې پورې دوی خپلو مسایلو ته متوجه وو.
خو الحمدلله امریکایان یوې موخې ته هم ونه رسیدل او لامل یې په فرهنګي، عقیدوي، کلتوري او عنعنوي برخو کې د افغان ولس مقاومت وو.

په پای کې له داسې سترې ماتې سره مخ شول چې بیلګه به یې بل هر یرغلګر ته پاتې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close