اسوشیټډ پریس: پر ملکي افغانانو وروستیوبمباریو د امریکا پر وړاندې عام افغانان راپارولي

 

عزم( دوشنبه، ۱۵تله ،۱۳۹۸د اسوشیټډپریس خبري اژانس ویلي، په داسې حال کې چې د ټرمپ ادارې خپلو پوځیانو ته عام وتام واکونه ورکړي، ورسره همهاله د ملکي مرګ ژوبلې پیښې هم زیاتې شوې چې له امله یې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د عامو افغانانو احساسات زیات راپاریدلي دي.
آژانس د ننګرهار وروستۍ خونړۍ پیښې ته چې په یوه هوایي برید کې لسګونه مزدورکاران ووژل شول اشاره کړې او د هغوی د مشر ، عزیز رحمان، خبرې یې را اخیستې چې وايي «کله مو چې د شپې په تیارو کي د ډورن ږغ واورېد، د افغان ملي امنیت چارواکو ته مو ټیلفون وکړ.هغوی په ځواب کې راته وویل “ری مه وهه”. تاسي نه بمباروي.»

آژانس ته د سیمې یو تن وګړي ویلي،«دا د امریکایانو لومړۍ اشتباه نده. هغوی موږ ته تل “ساري” وايي. موږ په «ساري» باندي څه وکړو؟ خلک قهرېدلي او دټولو افغانانو احساسات د خارجیانو او حکومت پر ضد راپارېدلي دي.»

اسوشیټډ پریس وایي، عام افغانان د هغو مسلح ډلو څخه زیات شکایت کوي چي د امریکا استخبارات (سیا) يې روزي — لکه صفر یو او دوه شبکې.

آژانس ته د منځنۍ آسیا لپاره د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر مایکل کوګلمن ویلي،«د ملکي کسانو زیاتېدونکې مرګ ژوبله د امریکا پر ضد د عامه افغانانو احساسات راپاروي. دا کار په داسي وخت کېږي چي همدا اوس لا په افغانانو کي د امریکا پر خلاف احساسات مخ پر خرابېدو دي.»

آژانس د بمبار شوېو مزدورکارانو د مشر عزیز رحمان له قوله وايي،«امریکایان پر عادي افغانانو باندي حملې کوي. هغوی زموږ ودونه را بمباروي. هغوی زموږ جنازې را بمباروي. څرنګه هغوی دا نه ویني چي هغوی څوک قتلوي؟»
آژانس په ننګرهار کې د ځانګړو ځواکونو لخوا د څلورو وروڼو ټول وژنې ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې افغان ځواکونو نه یواځې هغوی ووژل بلکې له کور څخه یې پیسې او قیمتي توکي هم غلا او لوټ تالان کړل..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close