د دوو مخونو څښتن

جبیر افغان

آیا تاسي د نولسمي پېړۍ د دوو مخونو څښتن ایډورډ مورډریک په اړه خبر یاست چاچې د خپل دوهم مخ له امله په ۲۳ کلنۍ کې ځان وژنه وکړه؟

په نړۍ کې د عجیب الخلقت انسانانو ډېري کیسې مشهوري دي، له هغو څخه یې یوه له رازونو ډکه کیسه د ایډورډمورډریک ده د چا چې د سر د مخ او شا دواړو لورو ته مخونه ؤ. که څه هم د شا لور ته درلودونکي مخ خبري نه کولې، خو پوس پوسی او په سترګو اشارې یې کولې.

معلومات ښیي چې ایډورډ د برطانیې په یوه بډای خاندان کې پیدا شو، که څه هم د مخکینۍ څیرې له لوري هغه ښکلی ښکارېدی خو د شا څیره یې ډېره بدرخه او بدرنګه وه. د شا لورته درلودونکي څیرې یې نه خوراک کاوو او نه چیښاک، بلکي صرف به یې ژړل او خندل.

ایډورډ ډېر ځله ډاکټرانو ته خواست وکړ چې د آپریشن په مټ زما د څیرې د شا حصه کاټ کړي، ځکه چې هغه ما د شپې نه پرېږدي چې ویده شم او د شپې ویرونکی پوس پوسی کوي، خو ډاکټرانو د دې آپریشن کولو خطره پر ځان نه اخیستل ځکه چې په دې آپریشن کې یې مرګ هم واقع کېدلی شو.

څنګه چې هغه ورو ورو ځوانېدی، همداسي یې د شا څیره بدشکله او بدرنګه کېدل او د هغې په پوس پوسي او شیطاني وېرونکو سترګو په دهشت کې هم اضافه راتلل. نوموړی به د خپلي شانۍ څیرې له امله تل سخت خفه او زهیر ؤ، ځکه چې د هغه په وینا ټوله شپه پټي پټي خبري کوي او کله یې هم آرام ته نه پرېږدي. دا څیره هر راتلونکي نفر ته د سترګو له کونجانو بد ګوري هم او په عجیبه انداز سره یې د ځان سره غړمبی هم وي.

کله چې به ایډورډ پر خپل دې ناوړه حالت ژړل، نو دا شیطاني مخ به یې د ریشخند په توګه موسکېدی. ایډورډ له خپل تکلیف څخه زړه تنګی شو او آخر یې د ۲۳ کلنۍ په عمر کې زهر وخوړل او یو لیک یې پرېښود چې پکي لیکلي یې ؤ چې زما شانۍ څیره له تدفین کولو مخکي غوڅه او له ما څخه یې بیله کړئ، تر څو یې زه په قبر کې له شر څخه خوندي شم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close