د قرآن کریم ځیني مختصر پیغامونه

جبیر افغان

• د خبرو پر مهال بدتمیزي مه کوئ.
• غصه په قابو کې ساتئ.
• د نورو سره نیکي کوئ.
• تکبر مه کوئ.
• د نورو غلطۍ بخښئ.
• د خلګو سره ورو خبري کوئ.
• خپل اواز ټیټ ساتئ.
• په نورو ریشخند مه وهئ.
• د مور اوپلار خدمت کوئ.
• له خولو څخه د مور او پلار د توهین یو لفظ هم مه باسئ.
• د مور او پلار له اجازې پرته د هغوی خوب خونو ته مه داخلیږئ.
• حسابونه لیکئ.
• د چا ړوند تقلید مه کوئ.
• که مو مقروض په تنګ دستي کې مبتلا وي نو د پور په اداء کولو کې یو څه نور وخت ورکړئ.
• سود مه خورئ.
• رشوت مه اخلئ.
• ژمنه مه ماتوئ.
• پر نورو باور کوئ.
• په ریښتیا کې دروغ مه ګډوئ.
• د خلګو تر منځ انصاف کوئ.
• د انصاف لپاره په کلکه درېږئ.
• د مړو پاتي دولت د هغوی د خاندان پر ټولو غړو تقسیم کړئ.
• مېرمني هم په میراث کې حصه لري.
• د یتمیانو جائیداد مه قبضه کوئ.
• د یتیمانو ساتنه وکړئ.
• د نورو مال له ضرورت پرته مه مصرفوئ.
• د خلګو تر منځ سوله وکړئ.
• له بدګمانۍ څخه ډډه وکړئ.
• غیبت مه کوئ.
• جاسوسي مه کوئ.
• خیرات کوئ.
• مسکینانو ته خواړه ورکوئ.
• د ضرورت مندو کسانو مرسته وکړئ.
• بې ځایه لګښت مه کوئ.
• له خیرات وروسته یې ور یادوئ مه.
• د مېلمنو عزت کوئ.
• نیکي لومړی خپله وکړئ او بیا یې نورو ته تلقین وکړئ.
• په ځمکه کې بدي مه خپروئ.
• خلګ مسجد ته له ننوتلو مه منع کوئ.
• د هغو سره جګړه وکړئ څوک چې ستاسي سره جګړه کوي.
• د جنګ پر مهال د جنګ د آدابو خیال ساتئ.
• د جنګ پر مهال شا مه اړوئ.
• په مذهب کې (بې ځایه) سختي نشته.
• پر ټولو انبیاؤ ایمان راوړئ.
• د حیض په شپو کې جماع مه کوئ.
• ماشومانو ته تر دوو کلونو پوري د مور شیدې ورکوئ.
• له جنسي بدکارۍ څخه ځان وژغورئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close