څلور شیان په ژوند کې مه پرېږدئ

جبیر افغان

څلور شیان مه پرېږدئ تر څو څلور شیان ترلاسه کړئ او که مو دغه څلور شیان پرېښودل نو له څلورو شیانو څخه به محروم شئ.
۱: شکر مه پرېږدئ، کنه د نعمتونو له برکت او اضافې څخه به محروم شئ. الله تعالی فرمایي:
لئن شکرتم لأزیدنکم
«که تاسي شکر کوئ نو زه به هرومرو نور درکړم.»
۲: د الله تعالی ذکر مه پرېږدئ، کنه له دې څخه به محروم شئ چې الله تعالی تاسي یاد کړي. الله تعالی فرمایي:
فاذکروني اذکرکم
«تاسي زما ذکر وکړئ زه به تاسي یادوم.»
۳: دعاء مه پرېږدئ، کنه له قبولیت څخه به محروم شئ. الله تعالی فرمایي:
ادعوني استجب لکم
«تاسي ما وبولئ زه ستاسي دعاء قبلوم.»
۴: استغفار مه پرېږدئ، کنه له نجات څخه به محروم شئ. الله تعالی فرمایي:
و ماکان الله معذبهم و هم یستغفرون
«الله تعالی هغوی ته عذاب ورکونکی نه دی تر څو چې هغوی استغفار کوي.»
الله مو سهار او ماښام له خیر او برکته ډک کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close