پنټاګون: افغان او امریکایي پوځیانو د ټرمپ په امر پر طالبانو بریدونه زیات کړي

عزم( شنبه، ۱۳ تله ،۱۳۹۸)د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، د ټرمپ د ځانګړي فرمان له مخې د دوی ځانګړو ځواکونو له خپلو افغان ملګرو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې هوایي او ځمکني بریدونه پراخ کړي دي.
اسپر ویلي، د دې کار لامل په کابل کې د یوه امریکایي عسکر وژنه وه چې په غبرګون کې یې دوی هم بریدونه څوچنده لوړ کړي .
هغه زیاته کړه، افغان متحدین یې ځمکني عملیات مخته وړي او دوی یې هوایي مرسته کوي تر څو طالبانو باندې فشار لا زیات کړي.
نوموړي د دې بریدونو د جزئیاتو په هکله څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې دا کچه د سولې د خبرو تر توقف وروسته لوړه شوې ده.

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close