پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له سفره هیلې

بهر حال، اسلام آباد ته د طالبانو او د امریکا د پلاوي پر یوه وخت سفر دا څرګندوي چې امریکا، لکه څنګه چې یې توقع وه/ده، د مذاکراتو بېرته پیلولو ته لېواله ده. دا چې امریکايي ډيپلوماټان له لویه سره د مذاکراتو پر درېدو خوښ نه وو، کېدای شي له طالب استازو سره دا لنډه لیدنه یې مشران د خبرو بېرته پیلولو ته قانع کړي.

خط اول

د اکتوبر په ۲مه، د طالبانو د مشرتابه د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر، ملا عبدالغني برادر، په مشرۍ یوه ۱۲-کسیز پلاوي پاکستان ته په رسمي بلنه سفر وکړ. د نورو هېوادونو په څېر، د طالبانو دا پلاوی هم د کوربانو له لوري له رسمي پروټوکول او هرکلي سره مخ شول، چې له امله یې د معمول په څېر کابل حکومت ناراضي ښکاره کړه.

د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د مذاکراتو تر درېدو وروسته، دا سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو ته طالبانو د استازو څلورم سفر دی. تر دې وړاندې روسیې، چین، ایران او مسکو ته هم سفرونه شوي وو. د مخکینیو سفرونو په څېر، د اسلام آباد په سفر کې هم طالبانو د سولې د مذاکراتو او نورو مسایلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

خو د دې سفر پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، هم اسلام آباد ته تللی و، او له طالبانو سره د لیدنې خبرونه یې ورکول کیږي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند له خلیلزاد سره د پلاوي د لیدو د احتمال خبر ورکړی دی. که د خلیلزاد او طالبانو تر منځ د باور جوړونې دا غونډه وشي، دا به د سولې د مذاکراتو د بېرته پیل لپاره ښه پیلامه شي.

پاکستان مخکې هم، کله چې د سولې مذاکرات روان وو، طالبانو ته د سفر بلنې ورکړې وې. د روان ۲۰۱۹ز کال فبرورۍ میاشت کې یې طالبانو بلنه منلې وه، خو ملګرو ملتونو ته د کابل حکومت شکایت د دې سفر مخه ډب کړه. حکومت هغه مهال ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې وریاده کړې وه چې د طالبانو پر مشرانو باندې بندیزونه لګول شوي او د سفر کولو اجازه نه لري. (وروسته په اپرېل میاشت کې د طالبانو پر استازو د سفرونو لګېدلی بندیز مؤقتا لیرې شو، چې په دې سره طالبانو د سولې د مذاکراتو په موخه د روان کال د ډسمبر تر ۳۱مې د سفرونو کولو اجازه ترلاسه کړه.)

بهر حال، اسلام آباد ته د طالبانو او د امریکا د پلاوي پر یوه وخت سفر دا څرګندوي چې امریکا، لکه څنګه چې یې توقع وه/ده، د مذاکراتو بېرته پیلولو ته لېواله ده. دا چې امریکايي ډيپلوماټان له لویه سره د مذاکراتو پر درېدو خوښ نه وو، کېدای شي له طالب استازو سره دا لنډه لیدنه یې مشران د خبرو بېرته پیلولو ته قانع کړي.

یوه خبره باید له یاده ونه وځي – هغه دا چې له کابل حکومت او کورنیو جګړه-پلوو پرته بل هیچا د امریکا لخوا د مذاکراتو درېدو هرکلی نه و کړی. چین، روسیې، پاکستان، ملګرو ملتونو، ناټو (غیرمستقیما) او نورو هېوادونو د خبرو د بېرته پیل غوښتنه کړې او همدا یې د افغان مسئلې یوازینی حل بللی دی.

له خلیلزاد سره د طالبانو تر لیدنې وروسته زیات احتمال شته چې مذاکرات بېرته پیل، او یا یې د بېرته شروع کېدو لپاره د هڅو پیلامه، شي. دا خبره اوس له هیچا پټه نه ده چې د افغانستان مسئله امریکا د زور له لارې نشي حل کولای. امریکا هم پوهیږي. نو څومره ژر چې بېرته د منطق او عقل لارې ته راوګرځي، همدومره به د هر چا په خیر وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close