جمعه مبارکه

طالب فیضان

له غمه ډکي سترګي زمانې، څه د ارمان
را څاڅي تړمي اوښکي تر لیمې، څه د ارمان

څه شور ما شور دی وګوره فضا د ویر خپره ده
راغلي دي تر کلي جنازې، څه د ارمان

ددې هیواد یتیم مظلوم ماشوم ته نظر وکړه
پر تن باندي شلیدلي یې جامې، څه د ارمان

دوران کلي ګودر او چنار دواړه شهيدان دي
پرتې دي د شهید منګي ټوټې، څه د ارمان

له ډیره غمه ما ورته بیشمیره اوښکي توی کړې
پرون راته کولې چا قیصې، څه د ارمان

غمونو دي زما پر زړه منګولي ښخي کړي
دا ورځي دبیلتون او دغه شپې څه د ارمان

طالب فیضان به هلته بیا در یاد شمه جانانه
چې ووينې پر قبر مې جنډې، څه د ارمان

2019/10/4

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close