سیاسي شنونکي: پاکستان ته د طالبانو سفر د سولې له پروسې د سیمې د کلک ملاتړ په معنا دی

عزم(پنجشنبه، ۱۱ تله ۱۳۹۸): د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهانو او شنونکو پاکستان ته د ملا برادر په مشری د طالبانو د لوړپوړي هیئت سفر مثبت، د سولې له پروسې د سیمې د کلک ملاتړ په معنا او د سولې ضد خلکو په مخ درنه څپیړه بللې.

دا په داسې حال کې دی چې پاکستان ته د طالبانو دولس کسیز هیئت د دغه هیواد په رسمي بلنه تیر ماښام تللی او نن یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او یو لړ لوړپوړو مشرانو هسره کتلي وو او په یو شمیر سیاسي موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې وې.

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف عزم ته په ځانګړې مرکه کې و ویل «طالبان په سیمه او نړیواله کچه باندې اوس یو منل شوی حقیقت دی، د هیواد اویا فیصده خاوره یې په لاس کې ده، ټول هیوادونه ورسره په رسمي توګه تماسونه نیسي او د افغانستان د سولې لپاره یوې سیمئیزې، نړیوالې او ملي اجماع ته ضرورت دی دغو دریو اجماعو کې د طالبانو له اشتراک او مؤثر موقف پرته دا نشي رامنځته کیدی نو بناء سیمې او طالبانو دواړو ته اړینه ده چې یو بل په اعتماد کې واخلي»

ضعیف د یاد سفر په اړه د ارګ غبرګون ته په اشارې سره و ویل «چې د کابل ادارې تر دې وړاندې ازبکستان، روسیې چین او ایران ته د تګ پر مهال هم غبرګونونه ښودلي وو او دا ډول غبرګونونه له تعصب څخه ډک دي دوی ته د منلو نه ده چې د طالبانو هر کلی دې وشي.»

هغه همدا راز زیاته کړه چې «اوس وخت کې د هیوادونو ضرورت دی چې د طالبانو استقبال او تود هر کلی وکړي، ځکه د امریکا له طالبانو سره لس میاشتو ناستو دا ثابته کړه چې سیمه تر دې هم باید طالبان زیات درک کړي، ځکه پاکستان له امریکا سره په خپله تیره ملګرتیا هم د پښیمانتیا اعتراف وکړ او کیدای شي ډیر هیوادونه داسې اعتراف وکړي.»

پخوانی طالب چارواکی قاضي جلال الدین شینواری چې اوس کابل کې اوسي عزم سره په مرکه کې بیا دغه سفر مبارک سفر بولي او په اړه یې وایي چې د افغانستان قضیه له مذاکراتو پرته بله لاره نه لري تیرو اتلس کلونو جګړې وښودله چې له نظامي لارې نشي حل کیدلی.

هغه د طالبانو او خلیلزاد یو مهال سفر پاکستان ته تصادفي وبللو خو و یې ویل چې دا یو نیک تصادف دی او دغه سفر د دریدلو مذاکراتو د بیا پیل په منظور شوی چې دا یو مبارک سفر دی او له امله به یې زر تر زره بیا مذاکرات شروع شي، باید همداسې و هم شي.

هغه د دغه سفر په اړه د ارګ د غبرګون په جواب کې ویلي چې د سولې په اړه د حکومت دریز واضح دی چې هغه د سولې ضد دی.
مولوي جلال الدین شینواري عزم ته و ویل چې پخوا هم د سولې لوی مانع او ضد ارګ وو او ارګ یې په وړاندې ولاړ وو خو اګر که هغه وخت کې دوه اولویته وو چې یو سوله او د مذاکراتو پرمختګ دوهم انتخابات وو چې نړیوالې ټولنې او ټولو نوماندانو سولې ته ترجیح ورکوله چې لومړی سوله وروسته په امنیت او ډاډمنه فضا کې انتخابات ترسره شي خو حکومت د دې لپاره چې مذاکرات له خنډ سره مخ کړي انتخاباتو ته یې ترجیح ورکوله، چې نړۍ هم له سیاسي تسامح نه کار واخیست او ورته و یې ښودله چې دا ستاسو انتخابات.

شینواري زیاته کړه چې مونږ په افغانستان کې ۱۹ ملیونه خلک د انتخاباتو د شرایطو واجدین لرو چې ۹.۶ ملیونه خلکو نوم لیکنه کړې وه خو صافې رایې یواځې د یو ملیون خلکو راوځي چې هغه هم د ملیونونو ډالرو په زور باندې، نو رد عمل د کابل حکومت ته د طالبانو د سفر په اړه هیڅ اعتبار نشته ځکه راتلونکي حکومت باندې د ولس اعتماد نشته او بې اعتمادي یې په انتخاباتو کې ښه ثابته شوله.

امریکا کې میشت سیاستوال او د سولې د چارو شنونکي وحید فقیري عزم سره په مرکه کې دغه سفر و ستایلو او له مثبتو ګټو یې ډک و بللو.
وحید فقیري عزم ته و ویل چې پاکستان ته د طالبانو د هیئت سفر د سولې او ډیپلوماسۍ لپاره نهایت اهمیت لري. ځکه پاکستان ته د طالبانو سفر پداسي وخت کي کېږي چي د افغانستان د سولي لپاره د متحده ایالاتو خاص استازی زلمی خلیلزاد هم په اسلام اباد کې دی.

فقیري زیاته کړه چې «د ثقه رپوټونو پر اساس، طالبان او خلیلزاد به په اسلام آباد کي سره وګوري، د اګسټ له میاشتي راپدې خوا د هغوی تر مینځ دا ملاقات پر دې دلالت کوي چي جمهور رئیس ټرمپ پېښمانه سوی دی او خلیلزاد ته يې امر کړی دی چي پاکستان ته ولاړ سي او د طالبانو سره وګوري، ځکه ټرمپ او امریکا دا مني چې له خبرو پرته بل بدیل او لاره نه لري.

فقیري وړاندې و ویل چې «پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د طالبانو د هیئت د سفر بل اړخ دا دی چي پدې برخه کي امریکا ځان ډېر ریشخند کړ ټرمپ ځان په خپله بې اعتباره کړ. او په جهان کي به بیا خلګ پر ټرمپ باندي چندان باور و نه کړي. په ډیپلوماسۍ کې اعتبار او حیثیت ډېر زیات اهمیت لري. خو ټرمپ د خپلو عجولانه فیصلو په وجه ځان او امریکا سخت بې اعتبار کړي دي.»

هغه د ارګ د منفي غبرګون په اړه و ویل چې «ارګ وار خطا دی، له غني څخه لاره او ګودر ورک دی، غني غوښتل چي یو کرت بیا په ګوسفندي رایو باندي ځان په ارګ کي مېخ کړي، خو دا ځل ګوری موری پر غلا ونیول سو او ډېر ژر به يې دا تاریخي غلا جهانیانو ته افشا سي.
غني پوهېږي چې ورځې یې په شمار دي، او اوس بیا غواړي چي د سولې مخه ونیسي. خو دا ځل به کامیابه نه سي.»

د کابل پوهنتون استاذ فیض ځلاند د دغه سفر په اړه عزم سره په جلا مرکه کې د طالبانو د سفر په اړه و ویل چې «دا یو مهم سفر دی او د افغانستان د سولې اړوند د سیمې اجماع مهمه ده چې په دا ډول سفرونو سیمئیزه اجماع رامنځته کیدای شي.»
ځلاند زیاته کړې چې د طالبانو له لوري روس ایران چین او دا دی پاکستان ته سفرونه د سولې له پروسې د سیمې د کلک ملاتړ په مانا دي، چې دا خپله په امریکا د فشار سبب هم کیدای شي.

هغه و ویل چې همدا راز دا ډول سفرونه د ملي وحدت حکومت د سیمه ایز مشروعیت د تیتوالي پیغام هم لیږدوي، چې باید له جګړې نظامي حضور او د دورنګۍ له سیاسته لاس واخلي او په ریښتوني مانا سولې ته غاړه کیږدي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close