د نبي کریم صلی الله علیه اخلاق او آداب(۱۱ برخه)

جبیر افغان

• له حضرت علي بن ابي طالب رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی، نوموړی فرمایي چې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته واستولم، ماته درې کسان راغلل چې له یوې مېرمني څخه پر شوي ماشوم باندې یې جګړه وه او درې واړو په یوه طهر کې ورسره کوروالي کړې وه. هر یوه دا دعوه درلودل چې دا زما زوی دی. ما د هغوی تر منځ پچه واچول نو ماشوم مي هغه یوه ته ورکړ چاچې پچه وګټل او د نورو دوو لپاره مي د یوه آزاد انسان د دیت دوه ثلثه وټاکل. کله چې زه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغلم او د دې یادونه مي ورته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره وخندل چې خپله پښه مبارک یې پر ځمکه ووهل او بیا یې وویل:«تا د هغوی تر منځ د الله تعالی د حکم مطابق فیصله کړې ده» یا یې وویل:« د هغوی تر منځ په پرېکړه الله تعالی له تا څخه راضي شو.»
• له حضرت انس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله خبره کول نو درې ځله به یې کول او کله چې به یې پر کوم قوم سلام کاوه نو درې ځله به یې کاوه.
• له حضرت ابو درداء رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی هغه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله خبري کولې نو موسکل به یې.
• له حضرت جابر بن سمرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به اوږده موده خاموش پاتي کېده.(ځکه چې د انسان وقار او احترام په خاموش کېناستلو کې وي، په ډېر ګډېدلو سره انسان سپک ښکاري او غلطۍ ترې ډيري کېږي.)
• له حضرت جابر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله له خپلو اصحابانو سره روان ؤ، نو صحابه به ترې مخکي روان ؤ او د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم شا به یې فرشتو ته خالي کړه.

دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close