د چین حیرانوونکې وسله په غږ سره د انسان ماغزه درزوي

چین د یوې داسې وسلې په جوړولو توانېدلی چې د ټیټ فرکانس له موجونو په استفادې د فیزیکي دردونو پیدا کولو لپاره کارول کېدای شي.

دا وسله د لاریونونو د کنټرولولو او د مظاهره چیانو د د تیت پرک کولو لپاره کارول کیږي.

SCMP چینایۍ رسنۍ په خپل یوه راپور کې ویلي چې دا وسله د پوځ او قانون پلي کوونکو ادارو لخوا په ګډه جوړه شوې او د ټیټې فریکانسۍ د غږونو / موجونو په راایستلو سره به مظاهره چیان تیت وپرک کوي.

دا پرمختللې وسله په دې انځور کې لیدل کېدای شي – CAS

د د دې پروژې د یوې سایسنپوهې Xie Xiujuan په خبره، د دې وسلې ”بیالوجیکي اغېزې“ ناراحتوونکې دي. دا دستګاه نل-ډوله ده، چې دننه پکې خنثی شوی یا راکد ګاز وي. تر ګرمېدو وروسته د ګاز ذرې مرتعشې کیږي او یو یکنواخته، ژور او د ټیټ فرکانس غږ راباسي.

له څېړنو ثابته شوې چې تر ۲۰ هرټزه کم فرکانس لرونکي غږونه انسان نشي اورېدلای. د امریکا د روغتیا ملي انسټیټوټ په خپل یوه تحقیق کې ویلي چې دا ډول غږونه انسان ته د سر ګرځېدل، ستومانتیا، ناکراري، عدم تعادل، سر درد او حتی د زړه ټکانونه ورپیدا کوي.

Xie Xiujuan نه دي ویلي چې دا وسله په څومره واټن کې کار کولای شي. دې وسلې ته تر دې دمه نوم هم نه دی ورکړل شوی.

د SCMP د راپور په بنسټ، دا وسله تر ازمايښتې مرحلې تېره شوې او د انسان پر بدن باندې اغېزې یې هم ارزیابي شوې دي.

یو امریکایی پولیس د لاریونونو له تیت پرک کوونکې وسلې سره
یو امریکایی پولیس د لاریونونو له تیت پرک کوونکې وسلې سره

د یادونې وړ ده، د چین ترڅنګ امریکا او نور متحدین یې هم د لاریونونو د کنټرولولو لپاره د The Long Range Acoustic Device (LRAD) په نوم وسله په لاس کې لري. خو دا وسلې د ټیټ فرکانس د  غږونو د اخراجولو پر ځای جګ الیکټرونیکي غږ راباسي. د LRAD غږونو په اورېدو سره، انسان په سر کې د درزا او ارتعاش احساس کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close