یونیسف: افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان په خوارځواکي اخته دي

عزم(چهارشنبه، ۱۰ تله ،۱۳۹۸)د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق«یونیسف» وایي، د دوی شمیرې ښیي چې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه لوړه شوې او په دې برخه کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
دغه نړیوال بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، اوسمهال په ټوله کې دوه میلیونه ماشومان د سوء تغذي له امله کړیږي چې له ډلې یې ۶ زره په شدیده سوء تغذي “خوارځواکي” اخته دي

سازمان ویلي، دوی په بیړنۍ توګه ۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري تر څو د دغو ماشومانو د مړینې مخه ونیسي او د درملو په ګډون د خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.
دغه سازمان څو میاشتې وړاندې هم ورته خبرداری ورکړی وه او زیاته کړې یې وه چې د ماشومانو تر څنګ ۴۵۰ زره میرمنې هم له سختې خوارځواکۍ څخه کړیږي.
دغه سازمان ویلي، ګڼ ماشومان د ودې او ژوندي پاتې کیدلو لپاره مناسبې غذاء ته لاس رسی نه لري چې له امله یې د دغو ماشومانو په صحي او رواني وضعیت ناوړه اغیز کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: