نادر معلومات

• که په ښه توګه له ۸ ساعته وېدېدلو وروسته هم په بدن کې د ستړیا احساس کوي نو دا د دې نښه ده چې د بدن اوبه مو کمي دي.
• ارواپوهان وایي چې له خوب مخکي ښکلي او هغه شیان یادول چې مینه ورسره لرئ، په خوب کې د سکون او آرام مساعده برابروي.
• څیړنو ثابته کړې چې تر ټولو جاهلان خلګ په دې اند وي چې دوی تر ټولو زیات پوهیږي.
• د لوږي پر مهال مو په نس کې غږونه راولاړېدل د دې نښه ده چې بدن مو د کولمو د صفا کولو په عمل بوخت دی.
• څېړني ښیي چې هغه مېوې خوړل په کومو کې چې پوټاشیم زیات موندل کیږي لکه کیله، د زده کونکو دماغي قوة زیاتوي.
• هره ورځ څه اندازه پسته خوړل مو بدن نرم او ملائم ساتي، ځکه چې پسته پر داسي غوړو مشتمله ده چې د بدن په نرموالي کې مرسته کوي.
• څومره چې د انسان ذکاوت زیاتیږي، هغومره یې عقلي مرضونه زیاتیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close