د ایـــــمـان نــنـــدارې (۲)

لیکوال: م عبدالولی خلیل

دبدر په میدان کې دوه داسې پوځونه سره راټول وو چې د عقېدې پر اساس یې سره ټکر و، دیوه پوځ سرلښکر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم و او دبلې خوا سر لښکر ابو جهل و.
د مقابلې لپاره صفونه جوړ و دکفر او اسلام تر منځ دیوې سترې غزا تابیا نیول سوې وه.
د مسلمانانو په صف کې یو ستر صحابي حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه هم د سربازۍ لپاره شېبې شمارلې، دی وایې په فکرونو کې ډوب وم، یوې خوا او بلې خوا ته مي دوه داسې کم عمره هلکان وو، له ځان سره دا فکر کړم چې که کفارو ددې دوو وړوکو هلکانو په منځ کې ولیدې نو سمدستي به دې په حمله کې راولي، کاش چې تر څنګ دي ښه غټ غټ ځوانان ولاړ ول ترڅو دي زړه په ډاډه و.
په دغه فکر کې یم چې د څنګ ماشومانو مو راته وویل:
کــاکــا جــانــه!
ابوجهل کوم یو دی؟
ماورته کړه چې وراره ابوجهل څه په کوې؟
دوی وویل: موږ اوریدلې دي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کوي،
موږ له الله تعالی سره دا وعده کړې ده چې هرکله مو پر ده نظر وموښت نو تر هغه به ورسره جنګ کوو ترڅو مو تر منځ یو فیصل (مرګ) نه وي راغلی، یابه دی دمرګ تر کندې رسوو یابه خپله روح الله تعالی ته سپارو، عبد الرحمن بن عوف رضی الله عنه وایې : ددوی دا خبرې چې مې واورېدلې نو مي زړه ډاډمن او پر تیرو فکرونو اوبه تیري سوې، لږ ګړی وروسته مو دوی ته ابوجهل ورپه سترګه کړ، چې د بازانو په څیر یې پر ودانګل او د تورو تر ګذارونو لاندې یې راوست.
له څه مقابلې وروسته دابوجهل سر زمکې ته سو، له دغو دوو وړونو نه یو په اوږه زخمي سو چې تر ماښامه یې په همدې حالت کې ښه په میړانه او بریالیتوب سره جنګ وکړ، د جنګ په وخت کې خپل زخمي لاس په یوه زندۍ په بدن پوري و، چې دجنګ پر مهال دده لپاره خنډ جوړ و، نو یې پرې کړ او په بل لاس یې د خپلې توري خذمت وکړ، خو بیا هم ژوندی پاتې سو او وروسته د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې یې خپل روح ومالک حقیقي ته وسپاری.
دوهم ورور چې پر ابوجهل له حملې وروسته روغ رمټ پاتې و، هم په ډیره بهادرۍ سره مقابله وکړه چې د جنګ په اوږدو کې یې دشهادت لوړ مقام تر لاسه کړ (تقبله الله)

د امت دغه سترفرعون (ابوجهل) ددې معصومو څېرو له ګذاره وروسته بیا نه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پوچه وینا کړې او نه یې داسلام پر ضد کوم پلان جوړ کړی.

رضی الله عنهم وعن جمیع الصحابة اجمعین.

الجامع الصحیح للامام البخاري ج ۲ کتاب المغازي، باب غزوة بدر.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close